جلال اباد (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): د حق او عدالت ګوند وايي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره دې امنيتي ارګانونه د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره پر يوه ګډ امنيتي ميکانېزم کار وکړ، څو له لارې يې په ټول هېواد کې رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره شي.
دغه څرګندونې د ياد ګوند په هغې مشورتي غونډه کې وشوې، چې د غبرګولي په ٢٢مه په جلال اباد ښار کې جوړه شوې وه.
د دغه ګوند مرستيال معين مرستيال وويل، چې د دوى ګوند او پلويان به يې په راتلونکو ولسمشريزو او د لايتي شوراګانو ټاکنو کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
هغه زياته کړه، چې اوسمهال راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته کوم ځانګړى نوماند نه لري او نه يې تر اوسه له کومې ډلې سره د اېتلاف پرېکړه کړې ده.
مرستيال وايي، چې د ټاکنو په رانږدې کېدو سره به د يوه ملي کانديد لپاره له نورو ګوندونو سره يو ځاى پر دغه کار غور وکړي.
خو د حق او عدالت ګوند دغه مرستيال د ټاکنو د روڼوالي او امنيتي ستونزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
معين مرستيال وويل، دوى اندېښنه لري چې د امنيتي ستونزو له امله به په يو شمېر سرحدي ولايتونو کې ټاکنې ترسره نه شي.
هغه له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې د ټاکنو لپاره دې د خوندي امنيت په برابرولو ولس ته د خپلو استازو د ټاکلو حق ورکړي.
ولسمشريزې ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره کېږي.
د حق او عدالت ګوند دغه راز پر پاکستان غږ وکړ، چې په افغانستان کې له لاسوهنو لاس واخلي.
بل دا چې د حق او عدالت ګوند د سترې محکمې د کار کوونکو پر موټرو پرونى ځانمرګى بريد په کلکه غندي.