Language

د  غزني د پوهنې رييس د نظارت پر مدير د چاقو ګوزار کړى

غزني ښار (پژواک ۲۲ غبرګولی ۹۲): د غزني د پوهنې رياست د نظارت مدير وايي، چې د رييس له خوا پرې د چاقو ګوزار شوى او ټپي کړى يې دى.

د پوهنې رياست د نظارت مدير سيد رسول د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په شعبه کې يې ١٨ کسان کار کوي خو کاري مېزونه يې کم دي.

هغه زياتوي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره څو څو وارې رييس ته ورغلى  خو هغه يې دغه ستونزه نه هواروله.

سيد رسول وايي: ((نن چې کله ولاړم او دا ستونزه مې ياده کړه، نو رييس راباندې د چاقو ګوزار وکړ او زه يې د لاس په برخه کې ټپي کړم.))

نوموړى د غزني د پوهنې رييس پر بې کفايتۍ تورن کړ او ويې ويل، چې په رياست کې دننه د ستونزو تر څنګ په ولسواليو کې هم د ښوونځيو ستونزې ډېرې دي.

ده زياته کړه: ((زما دنده نظارت ده، خو کله چې ستونزې رييس ته وړاندې کوم نو رييس يې نه هواروي.))

د  غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه، خو د پوهنې رياست مرستيال ظهورالدين له خبريالانو وغوښتل چې د دغه خبر له خپرولو ډډه وکړي.

هغه پر تنده لهجه وويل،  چې خبريالان بايد د دوى د رياست په داخلي مسايلو کې لاسوهنه ونه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((خبريالان خو د چا پلار نه دي چې هر څه يې زړه وغواړي خپور يې کړي.))

د غزني د ولايتي شورا رييس عزيزالله پويا چې له دې پېښې تر خبرېدو وروسته رياست ته راغلى و، له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د پوهنې رييس پر بې کفايته تورن کړ.

هغه زياته کړه، چې په دغه رياست کې ستونزې ډېرې دي او ويې ويل، چې دوى به د ياد مدير په چاقو د وهلو پېښه په جدي توګه وڅېړي.

Related Topics