Language

لښکرګاه (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): د هلمند د  سنګين ولسوالۍ په بازار کې چاودنې درې تنه وژلي او ١٥ نور يې ټپيان کړي دي.

دا چاودنه نن (د غبرګولي ٢٢مه) له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د سنګين ولسوالۍ په بازار کې شوې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چاودنې موخه د ملي اردو ځواکونه وو، خو په بازار کې د ګڼې ګوڼې له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه ملکي او يو د ملي اردو سرتېرى وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې دوه د ملي اردو سرتېري، يو سيمه ييز  پوليس او ١٢ نور عام وګړي دي.

د والي وياند وايى، چې دا چاودنه د يوه موټرسايکل په وسيله چې په ريموت کنټرول عيار شوى و، شوې ده.

د والي وياند زياتوي، چې ټپيان ځايي روغتونو ته وړل شوي خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.