Language

کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩٢): د واليانو ملي کنفرانس په دويمه ورځ کې ولايتونو ته د ځانګړې شوې بوديجې پر ستونزو او د ريفورم له لارې د ګومارنې پر اغېزمنتوب بحث وشو.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې لوى رييس عبدالخالق فراهي وويل، چې د دې ادارې اويا سلنه کارکوونکي د ريفورم له لارې ټاکل شوي دي.

ده زياته کړه، تراوسه پورې د ٣٢ ولايتونو مرستيال واليانو او ١٨٦ ولسوالانو د ازاد رقابت له لارې دې پوستونو ته لاره موندلې ده.

د هغه په وينا، د سيمه ييزو ادارو د ظرفيت د لوړوالي په موخه يې تردې دمه ١٦ مرستيال واليان او ١١٦ ولسوالان د نظري او عملي زده کړو په موخه فرانسې او هند ته لېږلي دي.

دى وايي، د ريفورم له لارې ګومارنې د سيمه ييزې حکومتوالۍ له اغېزمنتوب او روڼوالي سره مرسته کړې ده.

فراهي واليانو ته په خطاب کې وويل: “موږ د شفافيت د اصل په دودولو او هر ډول فساد سره پر دوامدارې مبارزې مکلف يو؛ موږ دنده لرو چې د وړتيا، لياقت، مسلکي پوهې، تجربې، وظيفوي اخلاق، د خدمت کولو او خلکو پاللو د حس د پيدا کولو د اصولو پربنسټ د سيمه ييزې حکومتوالۍ بنسټ کېږدو.”

لوى وزير هدايت امين ارسلا بيا په خپلو خبرو کې وويل، چې خلک هغه مهال پر دولت باور کولى شي چې عدالت او خدمات ورته ورسېږي.

د هغه په خبره، سيمه ييزه حکومتوالي د دې مسووليت لري چې د خلکو خونديتوب تامين کړي.

نوموړي په سيمه ييزه کچه د متوازنې پراختيا، ټولنيز عدالت او غوره خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د افغان دولت پر ژمنتيا ټينګار وکړ.

له بلې خوا د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال په دې کنفرانس کې، ولايتونو ته د بوديجې د لګولو او تدارکاتو په برخه کې د يو لړ واکونو د ورکولو لپاره د نويو پاليسو د رامنځ ته کولو غوښتنه وکړه.

د پکتيکا والي محب الله صميم، ولايتونو ته د ځانګړې شوې بوديجې د په وخت نه لېږدېدل د کارونو په وړاندې لوى خڼد وباله او زياته يې کړه، چې دغه موضوع په ولايتونو کې د پراختيايي پروژو د پلي کېدو د ځنډ لامل کېږي.

نوموړي له خبريالانو سره په خبرو کې د دغې ستونزې د ژر هواري غوښتنه وکړه.

دا درې ورځنى کنفرانس چې سبا به هم دوام وکړي، په سيمو کې د حکومتوالۍ، انکشاف، امنيت، انتقال او سولې پروسو د څېړلو او د ستونزو لپاره د ګډو حل لارو موندلو په موخه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري رابلل شوى دى.