Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٢): په امريکا کې يوې نړيوالې ادارې د ٢٠١٣ زېږديز کال د سروې له مخې ، افغانستان په نړۍ کې لومړى نا امنه هېواد اعلان کړى دى.

دغه اعلان په نيويارک کې د (ګلوبل پيس انډيکس) په نوم د يوې ادارې له خوا تر سروې وروسته شوى دى.

د دې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د نړۍ د ١٦٢ هېوادونو په اړه په بېلابېلو برخو کې سروې ګانې کړې او بيا يې د امن او نا امنو هېوادونو لېست جوړ کړى دى.

سرچينې زياته کړې،  چې دوى د نا امنيو تر څنګ له سياسي او بشري حقونو د سرغړونو په اړه هم معلومات راټول کړي دي.

د يادې ادارې په سروې کې راغلي، چې تر ٢٠٠٨ زېږديز کال وروسته په ټوله نړۍ کې نا امني پنځه سلنه زياته شوې ده.

د ګلوبل پيس انډيکس ادارې مشر ويلي: ((موږ سوله داسې تعريفوو، چېرته چې تاوتريخوالي يا د تاوتريخوالي وېره نه وي.))

د دغه لېست له مخې ايسلينډ تر ټولو امن هېواد ياد شوى دى، ډنمارک دويم ، نيوزيلينډ درېيم، کاناډا څلورم، جاپان پنځم، اطريش شپږم، ايرلينډ اووم، سلوانيا اتم، فنلينډ نهم او سويزرلينډ لسم امن هېوادونه دي.

دغه راز د دغه لېست له مخې، انګلستان ٤٤، امريکا ٩٩، چين ١٠١، هندوستان ١٤١، پاکستان ١٥٧، ايران ١٣٧ او روسيه ١٥٥  مقام لري.

افغانستان په دغه لېست کې ١٦٢ تر ټولو وروستى مقام لري، يعنې افغانستان په نړۍ کې تر ټولو نا امنه هېواد دى، صوماليا په نا امنۍ کې دويم، سوريه درېيم، عراق څلورم، سوډان پنځم او پاکستان شپږم هېواد دى.

د يادونې ده، چې افغانستان تر دې مخکې په نړۍ کې لومړى فاسد هېواد هم اعلان شوى و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.