مزار شريف (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩٢): د کرنې وزارت وايي، چې له دې وروسته به زعفران د خصوصي سکتور له لارې نه، بلکې نېغه په نېغه د کروندګر له لارې بهر ملکونو ته صادرېږي.
د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د غبرګولي په ۲۳مه د زعفرانو د کښت په اړه ښوونيز او تبليغاتي دوه ورځنى ورکشاپ پيل شو، چې په کې د شمال زون د بلخ، سمنګان، جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو ۶۰ کروندګرو برخه اخيستې وه.
د کرنې وزارت د تعليماتو او تبليغاتو څانګې امر سيد نبي شينواري، د دغه ورکشاپ په تر څ کې خبريالانو ته وويل، چې دمګړۍ د هېواد په ۲۶ولايتونو کې زعفران کرل کېږي.
نوموړي زياته کړه، دولت په دې هڅه کې دى، چې د زعفرانو کښت ته له بېلابېلو لارو داسې وده ورکړي، چې نېغه ګټه يې کروندګر ته ورسېږي.
د هغه په وينا، زعفران له ۱۳۸۶ لمريز راهيسې يواځې په هرات ولايت کې کرل کېدل، خو اوس په ۲۶ ولايتونو کې کرل کېږي.
شينواري وويل، چې په دغو ټولو ولايتونو کې يې د زعفرانو تخمونه او کيمياوي سرې کروندګرو ته وړيا وېشلي دي.
همداراز نوموړي زياته کړه: ((سږ کال د زعفرانو کروندګرو ته سربېره پر دې، چې د تېرو کلونو په څېر د زعفرانو تخم ورکوو، د زعفرانو وچوونکي ماشينونه، جنراتور او هغه وسايل، چې د زعفرانو په ټولولو کې ترې کار اخيستل کېږي، کروندګرو ته په وړيا توګه ورکړو.))
د هغه په وينا، د کرنې وزارت په دې هڅو سره په ټول هېواد کې د زعفرانو کښت د ودې په حال کې دی او د تېرو کلونو په پرتله يې په توليداتو کې خورا بدلون راغلی دی.
سيدنبي شينواري وويل: ((هغه وخت چې زعفران يواځې په هرات کې کرل کېدل نو د توليد کلنۍ کچه مو ۱۲۰۰ کيلوګرامه وه، تېر کال مو د زعفرانو ۳ ټنه توليد درلود خو سږ کال چې نورو ولايتونو ته هم د زعفرانو کښت غځېدلی نو توليد يې ۴ ټنه ته لوړ شوی دی.))
نوموړي زياته کړه، دولت هڅه کوي، چې د زعفرانو د کښت ګټه په نېغه توګه کروندګر ته ورسېږي، چې تشويق شي او دغه کښت په هېواد لا پسې عام شي.
د هغه په وينا، تر دې دمه د زعفرانو صادرات د خصوصي سکتور له لارې کېدل، چې له دې وروسته به کروندګر د زعفرانو د کښت تر څنګ سوداګريزې چارې هم پر مخ وړي.
شينواري وويل، په همدې موخه د هېواد په څوارلس ولسواليو کې د زعفرانو د کروندګرو ټولنې جوړې کړې، چې يو بلخ ولايت دی.
نوموړي زياته کړه، چې د کرنې وزارت دغه ټولنې ځکه جوړوي، چې د زعفرانو کښت او سوداګري دواړه د کروندګر په لاس کې وي، چې ګټه يې نېغه په خپله ترلاسه کړي او دغه کښت په افغانستان کې له دې لارې په اسانه پرمختګ وکړای شي.
د هغه په وينا، دمګړۍ خصوصي سکتور يو کيلو زعفران په ۷۰ زره افغانۍ له کروندګرو ترلاسه کوي، چې بيه يې خورا ارزانه ده.
شينواري وويل، کله چې د زعفرانو د ټولنو له خوا په نېغه زعفران نورو هېوادونو ته صادر شي نو لومړی لاس ګټه به ترلاسه کړي.
د بلخ د کرنې رييس کاتب شمس پژواک اژانس ته وويل، چې په بلخ کې هم له تېرو دوو کلونو زعفران کرل کېږی.
نوموړي زياته کړه، په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت دومره عام شوى، چې حتا تخم يې هم په همدغه ولايت کې ترلاسه کېدی شي.
د هغه په وينا، په لومړي کال کې کروندګر اړ و، چې د زعفرانو تخم له هرات ولايت څخه ترلاسه کړي.
شمس هيله څرګنده کړه، چې د بلخ د زعفرانو د ټولنې له لارې به په دغه ولايت کې د زعفرانو کښت ښه وده وکړي.
نوموړي زياته کړه: ((زعفران لږو اوبو ته اړتيا لري، يو ځل چې وکرل شي څو کاله حاصل ورکوي، چې د بلخ ځمکې ورته ښې برابرې دي، د زعفرانو په کښت کم لګښت راځي او په ساده وسايلو يې کرونده پر مخ وړل کېږي.))