Language

کابل (پژواک٢٣غبرګولى٩٢): د ماليې وزارت د واليانو په ملي کنفرانس کې ژمنه وکړه، چې د وړو پروژو د پلي کولو په موخه به د پراختيايي بوديجې ٦٠ سلنه د ولايتونو په واک کې ورکړي؛ خو د لويو پروژو د پلي کولو واک به لا هم په مرکز کې له وزارتونو سره وي.

د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، وروسته له هغه ولايتونو ته د پراختيايي بوديجې د لېږدولو خبره وکړه، چې يو شمېر واليانو تېره ورځ نيوکه لرله چې په ولايتونو کې د دوى له خبرتيا پرته پروژې پلي کېږي.

 تردې وړاندې په ولايتونو کې د ټولو پروژو د پلي کېدو چارې له کابل څخه تنظيمېدې.

د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وويل، په کلنۍ ملي بوديجه کې به هم يوه ځانګړې اندازه پيسې هر ولايت ته په پام کې ونيول شي، چې هغوى يې له خپلې خوښې سره سم پر اړينو پراختيايي پروژو ولګوي.

د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له خوا له تېرو درېيو ورځو راهيسې د ٣٤ ولايتونو واليان کابل ته رابلل شوي، ترڅو يې پرمخ له پرتو ستونزو، ننګونو او غوښتنو ځان خبر کړي او د حل په موخه يې د اړوندو وزارتونو تر غوږو ورسوي.

د سيمه ييزو ارګانونو د مشر عبدالخالق فراهي په وينا، په دې غونډه کې پر ښې حکومتوالۍ، اقتصادي پرمختګونو، امنيتي وضعيت او له مخالفينو سره د سولې پر روانو هڅو هم خبرې وشوې.  

د فراهي ترڅنګ په نننۍ خبري ناسته کې د امنيتي چارو د لېږد پروسې مشر اشرف غني احمدزي، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، لوى درستيز شېرمحمد کريمي او د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر محمدمعصوم ستانکزي هم ګډون درلود.

احمدزي وويل، په دې غونډه کې پر دې هم خبرې وشوې، چې د اوسني حکومت په پاتې موده کې چې لس مياشتې کېږي، کومو موضوعاتو ته لومړيتوب ورکړل شي او څنګه خلک د ٢٠١٤ کال په اړه ډاډمن کړي.

دى وايي، په دې ناسته کې تر ٢٠١٤ کال وروسته د بدلون په لسيزه کې د حکومت پر مسووليتونو هم خبرې وشوې.

 د هغه په خبره، د واليانو په کنفرانس کې د ناټو ملکي استازي او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان هم ګډون درلود.

ده وويل، افغان امنيتي ځواکونو دوى ته تر ٢٠١٤ کال وروسته د امنيت د ساتلو او همداراز  د راتلونکي کال د ټاکنو لپاره د امنيت برابرولو ډاډ ورکړ.

د احمدزي په وينا، په روان کال کې به لس هليکوپترونه او ١٠٠٠ توپونه د افغان ځواکونو په واک کې ورکړل شي.

ده زياته کړه، په تازګۍ سره ١٠٠٠ کانټينره وسلې د افغان ځواکونو د اړتياوو د پوره کولو په موخه د هغوى په واک کې ورکړل شوې دي.

 لوى درستيز شېرمحمد کريمي هم غونډې ته په خپلو خبرو کې د ټول هېواد د امنيتي مسووليتونو د اخيستو لپاره د ملي اردو د چمتووالي خبره وکړه.

هغه وويل، سره له دې چې په دې وروستيو کې د مخالفينو بريدونه زيات شوي، خو افغان امنيتي ځواکونو وښودله، چې کولى شي په يواځې سر د هېواد امنيتي چارې پر غاړه واخلي.

 د ده په خبره، ملي اردو د هوايي ځواک په برخه کې ستونزې لري، خو هڅه کوي نړيوال په دې برخه کې مرستې ته قانع کړي.

ننني خبري کنفرانس ته په خبرو کې د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزي وويل، چې دغه شوار په ډېر احتياط سره هڅه کوي د سولې خبرې داسې مخ ته يوسي، چې د افغانستان ملي ګتې په کې خوندي وي.

د ده په وينا، د تاريخ تجربو افغانان په جګړه کې تل بريالي ثابت کړي دي، خو په خبرو کې يې ډېر څه له لاسه ورکړي دي.

دى وايي، افغانان په خبرو کې د نورو ګټې په پام کې نيسي، خو نور نه غواړي په دا ډول خبرو کې څه له لاسه ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.