کابل ( پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٢ ) : د پاکستان نوى حکومت غواړي چې په دغه هېواد کې د قانوني افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوي.
پاکستان د ٢٠١٢ کال تر پايه پورې ټولو افغان کډوالو ته د وتلو حکم کړى و ، خو وروسته بيا د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ په غوشتنه دا موده د ٢٠١٣ زېږديز کال د جون د مياشتې تر ٣٠ پورې ( د چنګاښ ٩مه) وغځول شوه.
د ډان په نامه يوې پاکستانۍ رسنۍ دغبرګولي په ٢٤مه، خبر ورکړى، چې نوى حکومت غواړي دا موده نوره هم وغځوي.
سرچينې زياته کړې چې د تېرو شپږو مياشتو د مودې غځونې پرېکړه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او دنړيوالې ټولنې په غوښتنه شوې وه.
په ياد راپور کې راغلي دي چې اوس مهال په پاکستان کې ١،٦ ميليونه راجستر شوي قانوني افغان کډوال مېشت دي او که چېرې پاکستان ددوى د پاتې کېدو موده ونه غځوله، نو دوى به غير قانوني اعلان شي.
د افغان کډوالو کمشنر ضياء الرحمن ويلي چې اوس مهال هم تر يو نيم ميليون پورې افغانان په غير قانوني توګه په دې هېواد کې مېشت ديـ.
د هغه په وينا، د کډوالو چارو نوي وزير عبدالقادر بلوچ ته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه معلومات ورکړل شوي دي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP