هرات ( پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٢ ) : په غور ولايت کې د ماين په يوه چاودنه کې د معارف رياست دوه مامورين وژل شوي دي.
د غور ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور د غبرګولي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون د تيوره ولسوالۍ د اوليا په کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې پر يوه ملکي موټر د ماين چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې د معارف د رياست دوه ملکي مامورين چې سره وروڼه وو، وژل شوي دي.
امنيه قوماندان ددې پېښې پړه پر وسلوالو طالبانو واچوله او ويې ويل چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.