Language

جلال اباد ( پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٢ ) : د سروبي بند د خوشې کولو او په ځينو سيمو کې د سيلابونو راوتلو له امله د ننګرهار يو شمېر ولسوالۍ ځپل شوي او سلګونه جريبه ځمکه يې ويجاړه کړې  ده.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د غبرګولي په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دسروبي د برېښنا بند څخه داوبو د خوشې کولو له امله د ننګرهار  د کامې، سره رود، لعلپوره، مومندرې او بهسو ولسواليو ځينې برخې زيانمنې شوې دي.

هغه زياته کړه چې په دې ولسواليو کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه چې پکې جوار، شوله او نور شامل دي، له منځه تللي دي.

د نوموړي په وينا، دوى ته دوه ورځې مخکې په دې اړه خبر ورکړل شوى و، چې دسروبي له بند څخه خوشې کيږي، ځکه دوى خلک خبر کړي وو او د ځاني زيانونو يې مخه يې ونيوله.

عبدالزي وويل چې نن کېداى شي په ولايت کې يوه بيړنۍ غونډه جوړه شي چې پکې به زيانمنو شويو خلکو سره د مرستو په اړه خبرې وشي.

د لعلپورې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي حکيم الله وايې چې په سيند کې داوبو د زياتوالي له امله د کرنيزو ځمکو ترڅنګ د لعلپورې پله ترڅنګ  د کبانو د خرڅلاو ساحه هم ويجاړه کړې او خلکو ته يې مالي زيانونه اړولي دي.

هغه زياتوي چې د کونړ په سيند کې هم اوبه زياتې شوي اوچې کله له کابل سيند  سره يو ځاى شي، نو بيا يې اوبه نور هم  ډېر شي.

د بهسود ولسوالۍ اوسېدونکى سيدا جان وايي چې د ميرانو او نورو هغو سيمو چې سيند ته موقعيت لري، کرنيزې ځمکې په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.