Language

د شاه جوى پخوانى ولسوال ووژل شو

کلات-غزني (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢): د زابل د شاه جوى پخوانى ولسوال او قومي مشر د وسله والو په يوه بريد کې ووژل شو .

د شاه جوى ولسوال محمدصديق د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د شاه جوى ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د غونيچانو له جومات سره رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د شاه جوى پخوانى ولسوال مدير روزي خان  د وسله والو طالبانو په دغه بريد کې ځاى پر ځاى ووژل شو .

ولسوال وايي، چې نوموړي اوس مهال کومه دنده نه لرله، يواځې قومي مشر  و او د خلکو د ستونزو په هواري کې يې مرسته کوله.

نوموړي وويل، چې پوليس او د ملي امنيت ځواکونه سيمې ته رسېدلي، خو نور معلومات يې ور نه کړل.

د يوه بل خبر له مخې، د غزني د اندړو ولسوالۍ په يوه بازار کې د وسله والو طالبانو په بريدکې دوه ملکې وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسيوال پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام تر لمانځه وروسته د چهاردېوال په بازار کې تر چاودنې وروسته وسله والو طالبانو پر هغو سيمه ييزو پوليسو د سپکو او درنو وسلو بريدونه وکړل ، چې د سودا اخيستو لپاره ورغلي وو.

هغه زياتوي، چې په چاودنه کې چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو يو شمېر دوکانونه يې زيانمن کړي دي.

 

ديسيوال وويل، چې د طالبانو په بريدونو کې دوه ملکي وګړي ووژل شول او درې نور ټپيان شوي  او وايي، چې ټپيان اوسمهال د ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدرفيق، چې په چاردېوال بازار کې دوکان لري پژواک ته وويل، چې تر چاودنې وروسته طالبانو پر بازار د راکټونو او سپکو وسلو باران جوړ کړ.

هغه زياتوي،د ده د دوکان په ګډون يو شمېر دوکانونه ويجاړ شوي او خلکو ته درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics