کابل ( پژواک ٢٥ غبرګولي ٩٢): لوړو زده کړو وزارت دپاکستان اوروسيې سفارتونو له خوا په کابل کې د ناقانونه تحصيلي بورسونو د وېشل کېدو خبر ورکړ او دا کړنه يې وغندله.
د روسيې سفارت په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه، خو د پاکستان سفارت وايي،چې ددې هېواد بورسونه د افغانستان له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ کې وېشل کيږي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند محمد عظيم نوربخش نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې وروستيو کې دپاکستان او روسيې سفارتونو له خوا په کابل کې، پرته له دې ، چې دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت خبر کړي، تحصيلي بورسونه يې اعلان کړي دي.
هغه ددغو دواړو هېوادونو دا کړنه دافغانستان داصولو خلاف وبلله او زياته کړه، چې هر هغه ډول تحصيلي بورسونه، چې د لوړوزده کړو وزارت له خوا نه وي، هغه ناقانونه او د اعتبار وړ نه دي.
نور بخش وايي: (( د لوړو زده کړو وزارت د هغو کسانو په اړه ، چې د لوړو زده کړو وزارت له خبرولو پرته په يادو بورسونو دتحصيل لپاره ځي، هيڅ ډول مسوول او ځواب ويونکى نه دى. البته چې د هغوى تحصيلي اسناد هم دوى ته داعتبار وړ نه دي.))
نوموړى وايي، چې تراوسه ټول تحصيلي بورسونه ددې وزارت له خوا اجرا شوي او دا لومړى ځل دى، چې پاکستان او روسيه په دې ډول کړنو لاس پورې کوي.
د هغه په وينا، د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه له بهرنيو چارو وزارت څخه د مرستې غوښتنه وکړه، چې تر څو د دا ډول ناقانونه کړنو مخه ونيسي.
د روسيې سفارت يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې د شنبې ورځې د رخصتۍ او په سفارت کې د کارکونکو د نه شتون له امله نشي کولى،چې په دې اړه څه ووايي.
خو د پاکستان سفارت نن په کابل ديوې اعلامې په خپرولو سره ويلي،ټاکل شوې وه ، چې دهغه هېواد د لوړو زده کړو په موسساتو کې د جذب په موخه د ٦٠٠ بورسونو لپاره د چنګاښ په ٨ مه ازموينه واخيستل شي، خو دغه ازموينه ځنډول شوې ده.
په اعلاميه کې له محصلينو غوښتل شوي، چې په دې ازموينه کې دګډون لپاره، خپل غوښتنليکونه دافغانستان دلوړو زده کړو وزارت له لارې ورکړي.
سرچينې ليکلي، چې د ازموينې نېټه به دافغانستان د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ کې اعلام شي.