ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نهه وسله وال او پنځه پوليس وژل شوي

نهه وسله وال او پنځه پوليس وژل شوي

author avatar
15 Jun 2013 - 14:39
نهه وسله وال او پنځه پوليس وژل شوي
author avatar
15 Jun 2013 - 14:39

ښرنه-ګردېز-پل علم (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢): امنيتي چارواکو د پکتيکا، لوګر او پکتيا ولايتونو په بېلابېلو پېښو کې د پنځو پوليسو او ٩ وسله والو طالبانود وژل کېدو خبر  ورکړ.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د غبرګولي په ۲۵ مه ،پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جاني خېلو په ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوه رينجر د ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې پنځه پوليس وژل شوي ، اوه ټپيان او رينجر موټر يې هم ويجاړ شوى دى.

طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او يو وياند يې ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا چاودنه د جاني خېلو ولسوالۍ  د خزان پل په سيمه کې شوې ، چې له امله يې شپږ پوليس وژل شوي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د پکتيا په سيدکرم ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان پژواک اژانس ته وويل،  چې تېره شپه د يادې ولسوالۍ  اړوند د کاريز په کلي کې بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز بريد کړی  چې په پايله کې  درې وسله وال وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې د پکتيا پوهنتون پخوانى محصل هم شامل دى چې اوس له مخالفينو سره يو ځاى شوى و.

دغه راز د دغه ولايت د ګردې څېړۍ په ولسوالۍ هم په ورته پېښه کې هم يو وسله وال وژل شوی دی .

خو تر اوسه وسله والو د يادو بريدونو په اړه څه ندي ويلي.

بلخواافغان او بهرنيو ځواکونو د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې ګډ چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ مرستيال سمونوال رييس خان صادق پژواک اژانس ته وويل، چې دا عمليات نن سهار په سرخاو سيمه کې پيل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال نښته هم رامنځته شوې چې د دوو پاکستانيانو په ګډون پنځه وسله وال وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.

د محمد اغې ولسوال عبدالحميد حميد وايي، چې عمليات په برياليتوب سره روان دي او يو شمېر سيمې له مخالفينو پاکې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو موخه د سرخاو سيمه له مخالفينو پاکول او د مس عينک پروژې وړاندې د شته ننګونو له منځه وړل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت په بره کي برک ولسوالۍ کې يې د څلورو پوليسو د وژلو ادعا کړې ده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.