جلال اباد (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢): د نورستان چارواکي وايي، چې سلګونه بهرني وسله وال دغه ولايت ته د يوه لوى بريد په موخه راغلي دي.
د نورستان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام فاروق د غبرګولي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ولايت ته له زرو زيات بهرني وسله وال راغلي دي.
هغه زياته کړه، چې په يادو وسله والو کې پاکستاني، ازبک، چيچيني او عرب شامل دي، هغوى په درنو وسلو سمبال دي او د نورستان د ولکې کولو نيت لري.
د امنيت امر وويل، چې دغو بهرنيو وسله والو په ځينو سرحدي سيمو کې درنې وسلې هم ځاى پر ځاى کړې او اوس د نورستان په برګمټال، کامدېش، دواب او وايګل ولسواليو کې د بټنځايونو پر جوړولو بوخت دي.
سمونوال غلام فاروق پر مرکزي دولت غږ وکړ، چې د وسله والو د فعاليتونو په مخنيوي کې دې ورسره مرسته وکړي.
بلخوا د نورستان د ولايتي شورا غړى شمس اصلزي هم دغه ولايت ته د بهرنيو جنګياليو د داخلېدو پخلى وکړ او زياتوي، چې يو شمېر کورني وسله وال هم د ځينو ولسواليو د نيولو په هڅه کې دي.
دى هم له مرکزي ادارې غواړي چې د نورستان له امنيتي ځواکونو سره دې مرسته وکړي تر څو د وسله والو مخالفينو ځواب ووايي او نورستان له سقوطه وژغوري.
دا په داسې حال کې ده چې نن له سهاره دواب ولسوالي د وسله والو مخالفينو له لوري کلابنده شوې او دواړه لوري د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، نورستان د هېواد په شمال ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره اوږده پوله لري او وخت ناوخت بهرني وسله وال د ورانکاره کړنو په موخه له دې لارې راځي.