جلال اباد (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): د مور د نړيوالې ورځې په وياړ د ننګرهار په ګوشته کې د وژل شوي سرتېري محمد قاسم مجاهد مور ته د کال د غوره مور لقب ورکړل شو.
د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکى او د افغانستان د سرحدي ځواکونو سرتېرى محمدقاسم شاوخوا دوه مياشتې مخکې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ په اوه ساعته جګړه کې ووژل شو.
د محمد قاسم مور ته د غوره مور لقب د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې نن (د غبرګولي ٢٦مه) د مور د ورځې د نمانځنې په موخه جوړه شوې غونډه کې ورکړل شو.
د ننګرهار د ښځو چارو رييسې انيسې عمراني د محمدقاسم د مېړانې ستاينه وکړه او زياته يې کړه، چې هره مور دې د محمدقاسم په څېر بچي وزېږوي.
نوموړې پژواک ته وويل، په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ستونزې شته ،چې بايد د حل لارې يې وموندل شي.
هغې زياته کړه، چې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوي او لامل يې هم په ټولنه کې د عامه پوهاوي د کچې ټيټوالى دى.
هغې له ټولو هېوادوالو غوښتنه وکړه، چې د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او د هغو د ستونزو په هواري کې دې مرسته وکړي.
د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال وايي، چې د پخوا په پرتله اوس په ټولنه کې عامه پوهاوى زيات شوى او ډېرى خلک د ښځو پر حقونو پوهېدلي دي.
نوموړي خوښي وښوده، چې د قاسم مور د ښځو چارو د رياست له لوري د کال غوره مور ونومول شوه.
هر کال د جون ١٤مه په ټوله نړۍ کې د مور د ورځې په توګه نمانځل کېږي.