کابل (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د ايران د نوي ولسمشر حسن روحاني د بريا په مناسب د دغه هېواد خلکو او دولت ته مبارکي ورکړه.
د ولسمشرۍ رياست له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د ايران د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو له اعلانېدو سره سم د خپل ځان او افغان ولس له اړخه د ايران رهبرۍ مقام، دولت او خلکو ته د ولسمشر په توګه د حسن روحاني د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه.
ولسمشر کرزي د ايران نوي ولسمشر ته د سعادت او بريا د هيلې تر څنګ هيله څرګنده کړې، چې د افغانستان او ايران اړيکې ښه پراختيا ومومي.
په دغه هېواد کې اسلامي انقلاب له بريا وروسته د ولسمشريزو ټاکنو يوولسمه دوره د تېرې جمعې په ورځ ترسره او پايلې يې تېره ورځ اعلان شوې.
حسن روحاني د اصلاح غوښتونکو څخه يو دى، چې د ايران د پخوانيو ولسمشرانو محمد خاتمي او هاشمي رفسنجاني ملاتړ هم له ځان سره لري.