ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي پېښو کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي پېښو کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
17 Jun 2013 - 14:30
امنيتي پېښو کې ٢٦ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
17 Jun 2013 - 14:30

کابل (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): په هېواد کې د ځينو امنيتي پېښو له امله ٢٦ تنه، چې په کې د جګړې د ښکېلو غاړو او ملکي کسان شامل دي، مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې دغه شمېر سرتېري په بدخشان، کندهار او لوګر ولايتونو کې وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، وسله والو د نورستان پر دواب ولسوالۍ بريد کړى دى.

د دواب ولسوال مولوي تاج محمد پژواک اژانس ته وويل، چې پرون له غرمې وروسته يوې ډلې وسله والو طالبانو پر ولسوالۍ بريد وکړ او جګړې درې ساعته دوام وکړ.

هغه زياته کړه، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ د سيمې اوسېدونکو هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړ او هغوى يې تېښتې ته اړ کړل.

ولسوال وويل، چې په دې جګړه کې څلور وسله وال وژل شوي او اوه نور ټپيان دي.

دى وايي، چې په دې جګړه کې دوه پوليس هم ژوبل شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا وسله والو د کابل–جلال اباد پر لويه لاره پر لويو بارداره موټرو بريدونه کړي او مرګ ژوبله يې اړولې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، تېره شپه وسله والو مخالفينو د کابل-جلال اباد پر لويه لار په ورېښمين تنګي کې پر دوو لويو بار وړونکو موټرو وسله وال بريد کړى چې په پايله کې يې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ځواک زياتوي، چې ټپيان روغتون وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

د نوموړي په وينا، وسله والو مخالفينو دواړو موټرو ته ځاى پر ځاى اور اچولى او په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي دغه پېښه په کلکه غندلې او امنيتي ځواکونو ته يې د عاملينو د نيولو امر کړى دى.

د سيمې اوسېدونکى نصرت الله پژواک ته وويل، چې تېره شپه دوه نيمې بجې د ورېښمين تنګي په سنګ کليمې سيمه کې وسله والو مخالفينو لومړى پر دوو ټېلر موټرو ډزې کړې او له هغه وروسته يې ورته اور اچولى دى.

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د تورخم_جلال اباد پر لويه لار د مومندرې په سيمه کې هم وسله والو دوه ټېلر موټر سوځولي وو.

د يو بل خبر له مخې، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه هلکان وګړي د ماين په يوه چاودنه کې ټپي شوي دي.

د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، چې دغه ماين د يادې ولسوالۍ د زنګ اباد د پيښنګيانو په ساحه کې پرون څلور بجې پر ملکي وګړو چاودېدلى دى.

هغه زياتوي، چې په دې چاودنه کې د ټپي شوو هلکانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

دغه راز د پکتيا ځايي چارواکي وايي، چې تېر مازديګر د څمکنيو  په ولسوالۍ کې د توغنديز بريد له امله درې ماشومان ټپيان شوي دي.

د څمکنيو ولسوال صالح محمد احساس پژواک ته وويل، د وسله والو له لوري د توغول شوي راکټ له امله د جاني خېلو د ميدان خوله په سيمه کې د يوې کورنۍ درې ماشومان ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، په ټپي شوو ماشومانو کې دوه لس کلن هلکان او يوه څلور کلنه نجلۍ ده چې پر وينا يې نجلۍ په پېښه کې يوه سترګه له لاسه ورکړې ده.

احساس وايي، ټپي شوي ماشومان د څمکنيو روغتون ته وړل شوي او وايي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.