Language

مزارشريف ( پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢ ) : د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د شمال او شمال ختيځ زون د سيمه ييز اقتصاد د ودې په موخه د ولايتونو د ښارواليو دوه ورځنی سيمينار پيل شو.

دغه سيمينار د غبرګولي په ۲۷مه، د امريکا د نړيوالې پرمختيايي پروګرام USAID له خوا د افغانستان د سيمه ييز اقتصاد د پرمختګ په موخه جوړ شوی، چې د عامو خلکو سربېره پکې د سيمه ييز ارګانونو د ادارې ځينو کارکوونکو او د شمال او شمال ختيځ زون د ولايتونو ښاروالانو  برخه اخيستې ده.

د سيمه ييزو ارګانونو د ښارواليو د برخې د مالي او اداري څانګې آمر شالالا فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه سيمينار کې به د ښارواليو له خوا د سيمه ييز اقتصاد د ودې په موخه يو ستراتيژيک پلان طرحه کېږي او د ښاروالانو نظر به پرې اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، دوی هڅه کوي، چې د خصوصي سکتور او د  عامو خلکو د ملاتړ له لارې د ښارواليو په مرسته سيمه ييز اقتصاد ته وده ورکړي.

د مزارشريف ښاروال محمد يونس مقيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د افغانستان د اساسي قانون له مخې، ښاروالۍ دنده لري، چې د ښارونو د پراختيا تر څنګ د سيمه ييز اقتصاد د ودې لپاره هم کار وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د سيمه ييز اقتصاد د ودې په موخه د جوړېدونکي پلان له مخې، بايد دوی سيمه ييز سوداګر دې ته وهڅوي، چې په خپله سيمه کې د پانګې اچونې له لارې سيمه ييز اقتصاد ته وده ورکړي.

د هغه په وينا ، چې که د سيمه ييز اقتصاد د ودې ورکولو لپاره هڅې ګړندۍ نه شي ، نو لرې نه ده، چې له ۲۰۱۴کال وروسته افغانستان له  اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

مقيم وويل، چې دوی د دولت تر څنګ په ملي سوداګرو او نړيوالو هم غږ کوی، چې د افغانستان د اقتصادي ستونزو د ژغورلو لپاره دې د سيمه ييز اقتصاد د ودې په روانو هڅو کې د دوی ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړه، چې په همدې موخه دوی نن په شمال او شمال ختيځ زون کې د سيمه ييز اقتصاد د ودې په موخه د ستراتيژيک پلان د جوړولو لپاره سره غونډ شوي دي.

په دغه سيمينار کې ځينو ښاروالانو وويل ، چې د طرحو په جوړولو کې پاتې نه راځي، خو چې په عملي توګه ترې کار واخيستلی شي.

د پلخمري د ښاروالۍ مرستيال فريدون شينواري پژواک ته وويل، چې لومړی بايد د ښارواليو لومړنۍ اړتياوې پوره شي او بيا د سيمه ييز اقتصاد د ودې په موخه عملي ګامونه واخيستل شي.

نوموړي زياته کړه، چې په شمال کې پرته له مزارشريف ښاروالۍ څخه نورې ټولې ښاروالۍ ستونزې لري، چې د سيمه ييز اقتصاد د ودې لپاره جوړېدونکې طرحه ممکن عملي نه شي کړای.

د هغه په وينا د شمال ټولې ښاروالۍ د ودانيو له اړخه نيولې، تر تخنيکي برخو او د بشري قوې د کمښت تر کچې ستونزې لري، چې بايد دغه نيمګړتياوې پوره شي.

همداراز د ښارواليو په مهمو پوستونو د بېلګې په توګه د عوايدو د راټولېدو برخې کې بايد مسلکي کسان په دندو وګومارل شي، چې لا هم د شمال په ډېری ښارواليو کې دغه کار نه دی شوی.

Related Topics