Language

د هلمند امنيه قوماندان له ځانمرګي بريده روغ ووت

لښکرګاه (پژواک ۲۷ غبرګولی ۹۲): د هلمند پر امنيه قوماندان نن سهار په شوي ځانمرګي بريد کې درې تنه ټپيان شوي او دى خپله ترې روغ وتلى دى.

دغه بريد نن (د غبرګولي ۲۷مه) سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې د لښکرګاه ښار په لطيف څلورلارې کې شوی دی.

د هلمند د والي مرستيال احمد مسعود بختور تر پېښې څو شېبې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګی بريد د يوه کرولا موټر په وسيله شوی دی.

هغه زياته کړه، چې ځانمرګي خپل موټربم د امنيه قوماندان نبي الهام له موټر سره جنګولی او چاودنه يې ورکړې ده.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمدنبي الهام تر پېښې يو ساعت وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې په دې پېښه کې يې يواځې دوه ساتونکي او يو عام وګړى ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، نن سهار وخته دفتر ته پر لاره و ، چې ځانمرګى بريد پرې وشو، خو په ښار کې د ګڼې ګوڼې کموالي له امله يې تلفات نه درلودل.

الهام وويل، چې دى اوس خپلې دندې ته ستون شوى او هېڅ زيان ورته نه دى رسېدلى.

په دغه بريد کې د امنيه قوماندان موټر زيانمن شوى، خو دوى ته ځکه زيان نه دى اوښتى، چې په مرمۍ ضد موټر کې سپاره و.

د تيمورشاه په نوم ټپي شوي ملکي وګړي پژواک ته وويل، سهار وخته يې له منډوي څخه خپل دوکان ته سودا وړه، چې په لاره کې د چاودنې له امله ټپي شو.

هغه زياته کړه: ((ما په خپله وليدل چې امنيه قوماندان له خپل موټر څخه ښکته شو او په بل موټر کې ولاړ، نور چا ته زيان نه دی اوښتى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics