Language

د هلمند خلک د ټاکنو ځنډول غواړي

لښکرګاه (پژواک ٢٧ غبرګولى ٩٢): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ځينو ولسواليو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د نا امنيو له امله د ولسمشرۍ د ټاکنو د ځنډولو او د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

دغه کسان، چې شمېر يې شاوخوا ٣٠٠ تنو ته رسېده، نن (د غبرګولي ٢٧مه) په لښکرګاه کې د کرزي په لوبغالي کې راټول شوي وو او غوښتنه يې کوله ، چې د دغه ولايت په نا امنو شرايطو کې ټاکنې نه شي کېداى او بايد د لويې جرګې له لارې ولسمشر وټاکل شي.

د محمد فقير په نوم يوه قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، په هلمند کې امنيتي شرايط د دې وړ نه دي، چې دوى په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ده په خبره، لومړى دې په ولسواليو کې امنيت ټينګ شي او بيا دې د ټاکنو لپاره پلان جوړ شي.

هغه زياته کړه، په ټاکنو کې بايد اکثريت وګړي ګډون وکړي که خلک د نا امنۍ له وېرې ګډون ونه شي کړاى د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راځي.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي جان محمد وايي، چې که  په دې نا امنۍ کې ټاکنې وشي کېداى شي يواځې د يو څو ولايتونو اوسېدونکي په کې برخه واخلي او د ناامنو سيمو د خلکو حق تر پښو لاندې شي.

نوموړي زياته کړه، افغانانو له پخوا خپلې دا ډول ستونزې د جرګو له لارې هوارې کړې دي، لويه جرګه چې د هېواد د ټولو قومونو استازي په کې برخه اخلي د مشر د ټاکلو لپاره يوه ښه لاره ده.

د ده په خبره: ((موږ د ديموکراسۍ مخالفت نه کوو او نه هم مستبد او ناقانونه حکومت غواړو خو حالات داسې دي چې بايد د لويې جرګې له لارې دغه ستونزه هواره شي.))

ديني عالم مولوي مهردل هم وايي، چې د لرې پرتو سيمو خلک په نا امنيو کې ژوندکوي د حکومت نوم نه شي اخيستلاى، نو په ټاکنو کې به څنګه برخه واخلي.

نوموړي له ولسمشر او امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې ټاکنو ته داسې زمينه برابره کړي ترڅو د هېواد هر وګړى له وېرې پرته د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي.

Related Topics