Language

ناپېژاندو وسله الو د کرنې وزارت دوه کارکوونکي ووژل

کابل، هرات (پژواک،٢٧غبرګولى٩٢): د کرنې وزارت وايي، چې ناپېژاندو وسله والو د دوى دوه تنه کارکوونکي د لوګر – کابل په لويه لار کې وژلي دي.

د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو د رياست له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه نن له غرمې وروسته په شاوخوا دوه نيمو بجو رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ياد وزارت د کرنې د سکتور دوه تنه مسوولين هر يو نقيب الله سالک او نوراغا اکبري د لوګر له مرکز پل علم څخه کابل ته په لاره وو، چې د ناپېژاندو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي دي .

د خبرپاڼې په حواله، سالک په دغه وزارت کې د بڼوالۍ او مالدارۍ د همغږۍ مسوول او اکبري د دغه پروګرام د تخنيکي اړيکو د مسوول په توګه دنده ترسره کوله.

سرچينه وايي، دغه کسان پل علم ته د باغدارۍ د وسايلو د وېشلو په موخه تللي وو.

د دې پېښې مسووليت تردې مهاله چا په غاړه نه دى اخيستى.

له بلې خوا په ايران کې د يوه وژل شوي افغان جسد هرات ته راوړل شوى دى.

د شينډنډ يوه اوسېدونکي سيداجان نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ٢٧ کلن عبدالقيوم، چې له اووه وېشتو کالو راهيسې په ايران کې قانوني کډوال و او په تهران ښار کې يې ژوند کاوه، ايراني پوليسو نيولى و.

ده زياته کړه، نوموړي ته ايرانيانو په ناحقه د غلا دوسيه جوړه کړې وه او تېره اونۍ د پوليسو په پوسته کې تر وهلو لاندې وژل شوى دى.

د شينډنډ يو شمېر اوسېدونکو، نن له غرمې وروسته د نوموړي جسد د هرات ولايت مخې ته د اعتراض په توګه راوړى و او له افغان حکومته يې وغوښتل، چې د دې پېښې په اړه پلټنه وکړي.

د هرات د کډوالو چارو مشر حميدالله خطيبي بيا د دې پېښې په اړه بې خبري ښيي، خو وايي، د اړوندو ادارو په مرسته به له ايران څخه د دې پېښې پوښتنه وکړي.