غزني ښار (پژواک ۲۷ غبرګولی ۹۲): په غزني کې دکليو د پراختيا رياست له لوري د لاسي صنايعو، لرغونو اثارو او کتابونو دوه ورځنى نندارتون پرانيستل شو.
د غزني د کليو د پراختيا رييس غلام سنايي مايل وايي، چې له دغه نندارتونه يې موخه د غزني د خلکو لاسي صنايع او د پخواني کولتور معرفي کول دي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې لارې به د غزني لاسي صنعت نړۍ ته لاره پيدا کړي او کنډونکي به يې وهڅول شي، څو له خپله کاره ناهيلي نه شي.
د غزني والي موسى خان اکبر زاده هم د دغه نندارتون پرانيستل يو ښه ګام وباله او زياته يې کړه، چې د غزني د کولتور له پېژندنې سره به د دې سيمې تاريخ بيا را ژوندى شي.
هغه زياته کړه، چې ٢٠١٣ کال د غزني پېژندنې لپاره ډېر مهم دى او په کار ده، چې له دې وروسته هم ورته نندارتونونه جوړ شي، څو د غزني تاريخي هويت بيا را ژوندى شي.
په غزني کې د کلالي، مسګري، پوستين ګنډلو، ټغر اوبدلو او د مېرمنو لاسي صنعت سلګونه کلونه مخينه لري، چې په دې وروستيو کې ورته پاملرنه کمه شوې او دغه صنعت پخوانى اقتصادي ارزښت له لاسه ورکړى دى.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکې ګل غوټۍ، چې خپل لاس ګنډلي توکي يې نندارتون ته راوړي وايي، چې د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ ټولې اړتياوې له دې لارې پوره کوي.
هغې له دولته وغوښتل، چې د مېرمنو لاسي صنعت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په بازار موندنه کې ورسره مرسته وکړي.
د جاوېد په نوم يو کلال، چې خپل خاورين لوښي يې په دغه نندارتون کې نندارې ته اېښي وايي، چې د کلالي لرغونى صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دى.
هغه زياته کړه، چې اوس خلک خټين لوښي نه اخلي نو ځکه يې پخوانى تاريخي اهميت له لاسه ورکړى دى.
د ده په خبره، که دولت د لرغونو لاسي صنايعو په پېژندنه او بازار موندنه کې مرسته ونه کړي نو دغه صنعت او جوړوونکي به يې تاريخي زيان وويني.
د دغه نندارتون توکي د سيکا په نوم مرستندويه ټولنې په مالي مرسته په اويا غرفو کې د غزني په جمنازيوم کې د دوو ورځو لپاره د خلکو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.