ښرنه(پژواک،٢٨غبرګولى٩٢): د پکتيکا چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ايساف په هوايي بريد کې اته تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
دسرروضې ولسوال رازمحمد مخلص دغبرګولي په ۲٨ مه ،پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو نن سهار ددغه ولايت دسهار د کوټنۍ په سيمه کې د نړيوالو ځواکونو دموټرو په کاروان بريد وکړ.
دده په وينا، له بريد وروسته ايساف ځواکونو په دغه سيمه کې هوايي بريد وکړ، چې په پايله کې يې ٨ تنه وسله وال وژل شوي دي.
ولسوال زیاتوي ، دامنيتي ځواکونو له خوا د درېيو وسله والو جسدونه دولسوالۍ مرکز ته انتقال شوي دي.
مخلص وایي ، په دغه بريد کې ملکي وګړوته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دسرروضې یوتن اوسېدونکي دنوم نه ښودو په شرط پژواک ته وویل،چې وسله والو طالبانو دسهار دلسو بجو په شاوخواکې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې دایساف پرموټرو برید وکړ،چې له لږځنډ وروسته ایساف په سیمه کې سخته بمباري وکړه.
نوموړی وايي،په بمبارکې یوشمېر وسله وال وژل شوي،خو دکره شمېرې په اړه یې معلومات نه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بیاوايي، چې په دغه برید کې یې دبهرنیوځواکونو څلور ټانکونه ویجاړکړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP