Language

د لېږد په وروستي پړاو کې خطرناکې سيمې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي

کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان وايي، چې د امنيتي چارو د لېږد په وروستي پړاو کې خطرناکې سيمې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

د جنرال جوزف ډنفورډ په وينا، افغان ځواکونه اوس د دې وړتيا لري چې د يادو سيمو امنيت په خپله وساتي او هر ډول پوځي عمليات په يواځې سر ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هېواد د ټولو امنيتي چارو مسووليت او د پوځي عملياتو بشپړه مشري، له بهرنيانو څخه افغان ځواکونو ته په رسمي ډول وسپارل شوه.

د ايساف ځواکونو قوماندان، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې نور به د افغانستان د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه په لومړي ګام کې د خپل هېواد د امنيت مسوول وي.

ډنفورډ زياته کړه، ناټو- ايساف ځواکونه به لا هم په عملياتو کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، خو څرګنده يې کړه چې افغان ځواکونه اوس د عملياتو د مشرۍ پوره وړتيا لري.

هغه د هلمند په سنګين او همداراز د نورستان په وايګل ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو يادونه وکړه، چې په يواځې سر يې پلان کړي او همدراز يې د ناټو ځواکونو له همکارۍ پرته په پوره برياليتوب ترسره کړل.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو قوماندان وايي، د امنيتي چارو د لېږ په پنځم پړاو کې د هلمند او کندهار په څېر خطرناکې سيمې شاملې دي، چې افغان ځواکونه يې مسووليت پر غاړه اخلي.

خو ډنفورډ سره له دې هم د دې سيمو د امنيت په ساتلو کې د افغان ځواکونو پر وړتياوو ډاډمن دى.

ټاکل شوې چې په روان زېږديز کال کې د امنيتي چارو د لېږد پنځم پړاو بشپړ شي او د بهرنيو ځواکونو جګړه ييز ماموريت هم د راتلونکي ٢٠١٤ کال تر پايه په افغانستان کې پاى ته ورسېږي.

د ډنفورډ په وينا، تر ٢٠١٤ کال وروسته به ناټو افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.

ده وويل، چې ډېرى بهرني ځواکونه به تر راتلونکو ١٨ مياشتو په تدريجي ډول له افغانستان څخه ووځي.

د ايساف ځواکونو قوماندان وويل، د پاتې ١٨ مياشتو په لړ کې له افغان ځواکونو سره د ناټو-ايساف ځواکونو د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې روانې دي او همداراز افغان او امريکايي چارواکي پر دې هم غږېږي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به پوځي همکاري څه ډول وي.

خو ډنفورډ وويل چې په افغانستان کې پاتې کېدونکي بهرني سرتېري به د افغان دولت د غوښتنې په صورت کې هر ډول پوځي او ملکي مرستې ته چمتو وي.

دى وايي، که افغان دولت وغواړي، ايساف ځواکونه به ورسره جګړه ييزه او استخباراتي همکاري وکړي.

ډنفورډ وويل چې د افغان سرتېرو د تلفاتو ډېروالى د افغانستان حکومت او ايساف ځواکونو ته د اندېښنې وړ ده.

د ده په خبره، دواړه لوري به د تلفاتو پر مخنيوي چې تر ډېره د سړک غاړې د ماين په چاودنو کې رامنځ ته کېږي، د حل پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

ده وويل چې ناټو-ايساف ځواکونه چمتو دي د سړک غاړې د ماينونو د لرې کولو په برخه کې افغان ځواکونو ته روزنه ورکړي او په دې برخه کې همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان په ډاډ سره وويل، چې افغان ځواکونه کولى شي د راتلونکي کال د ټاکنو امنيت تامين کړي.

ده وويل چې د ټاکنو د امنيت مسووليت د کورنيو چارو وزارت پر غاړه دى، خو ايساف به ورسره د غوښتنې په صورت کې لوجستکي او نورې مرستې وکړي.

ټاکل شوې د راتلونکي ١٣٩٣کال د وري په ١٦مه، په افغانستان کې ولسمشريزې او د ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.