Language

د ناټو سازمان سرمنشي کابل ته راغلى

کابل ( پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢ ) د ناټو سازمان سرمنشي انډرس فوغ راسمون کابل ته راغلى دى.

انډرس فوغ راسمون د ولسمشر حامد کرزي لخوا افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد پنځم پړاو د اعلان په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون کوي چې څو شېبې مخکې په کابل کې پيل شوى دى.

د ناټو سرچينې وايي چې هغه به په کابل کې دايسارتيا پر مهال ولسمشر حامد کرزي او ځينو نورو چارواکو سره هم وګوري.