Language

جلال اباد (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢):  په لغمان کې د يوه ديني عالم په ګډون دوه وسله وال او يو عام وګړى وژل شوي او درې پوليس ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د غبرګولي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د لغمان ولايت مرکز اړوند د اليشنګ په کلي کې ناپېژانده وسله والو ديني عالم مولوي حبيب الرحمن چې په ثور مولوي مشهور و، پر ډزو وژلى دى.

ځواک وايي، چې د پېښې په اړه پلټنې دوام لري.

همداراز دى زياتوي، چې د اليشنګ ولسوالۍ په عازي اباد سيمه کې د پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ تېر ماښام وسلواله نښته شوې، چې په پايله کې يې دوه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

ده زياته کړه، چې  د وسله والو په ډزو کې يو ملکي وګړى هم وژل شوى دى.

نوموړى زياتوي، چې په نښته کې دوه سيمه ييز او يو ملي پوليس برسېرن ټپيان شوي ، چې د ټولو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

د سيمې اوسېدونکى حاجي صالح پژواک ته وويل، چې په نښته کې د يوه عام وګړي پر وژل کېدو سربېره يوه ښځه هم ټپي شوې او روغتون ته وړل شوې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې جګړه کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى او درې نور ژوبل دي، خو نوموړي د خپلو ملګرو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه ونه ويل.

د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د وسله والو مخالفينو يوه پنځه کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يو ځاى شوه.

د ننګرهار د سولې د ولايتي کمېټې مشر ملک نذير بابا پژواک اژانس ته وويل، چې دې پنځه کسيزې ډلې د اچين د  پېښې خوړ په سيمه کې فعاليت کاوه.

هغه زياته کړه، د يادې ډلې په يوځاى کېدو کې له ملي امنيت سربېره يو ځاى شوو پخوانيو طالب قوماندانانو هم هلې ځلې کړې دي.

د نوموړي په وينا، راغلو مخالفينو له ځان سره څلور ميله وسله هم راوړې ده.

د يادې ډلې قوماندان نبي ګل پژواک اژانس ته وويل، وروسته له دې به د دولت پر ضد له ورانکاره کړنو لاس اخلي.

هغه زياته کړه: ((تر اوسه نه پوهېدو، له دې وروسته به د خپل ولس په ګټه کار کوو، موږ خو د پاکستان اى اېس اى غولولو، پيسې يې راکولې.))

تر دې مهاله د ننګرهار د سولې له ولايتي کمېټې سره شاوخوا ١٦٥ وسله وال يو ځاى شوي دي، چې لسګونه ميله سپکه او درنه وسله يې هم د ډاياک پروګرام ته سپارلې ده.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.