Language

د بالامرغاب ښوونځيو ته تر څلور کلن ځنډ وروسته کتابونه ورسېدل

هرات (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢): چارواکي وايي، له څلور کلن ځنډ وروسته وتوانېدل، چې له ځايي طالبانو سره په تفاهم د بادغيس بالامرغاب ولسوالۍ ته د ښوونځيو کتابونه ولېږدوي.

د بادغيس والي احمد الله عليزى وايي، چې پرون مازديګر يې بالامرغاب ته د ٦٨ ښوونځيو لپاره ٥٢ زره ټوکه درسي کتابونه ولېږدول.

نوموړي د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو کتابونو له رسېدو سره به د سيمې د ٩٠ سلنه زده کوونکو د کتابونو د کمښت اړتيا پوره شي.

د ده په خبره، پخوا هلته امنيتي ستونزې وې، خو اوس يې د سيمه ييزو طالبانو او قومي مشرانو په مرسته ياد درسي کتابونه ښوونځيو ته ورسول.

د بالامرغاب د پوهنې امر خيرمحمد خادم وايي، چې د دغو کتابونو په رسېدو سره به د سيمې په زده کړو کې ژور بدلون راشي.

هغه زياتوي، چې ډېرى کتابونه د زده کوونکو په مورنۍ ژبه دي، چې له ډېره پخوا د سيمې د خلکو او زده کوونکو غوښتنه وه.

نوموړي پژواک ته وويل، بالامرغاب ٦٨ ښوونځي لري، چې ٩ يې لېسې، ١٧ منځني او پاتې نور لومړني ښوونځي دي او شاوخوا ١٦ زره زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.

هغه دا ومنله،چې د کتابونو په لېږد کې ځايي طالبانو او قومي مخورو ګډه مرسته کړې ده.

د سيمې يو اوسېدونکى عبدالحق وايي، چې د کتابونو نشتوالي له تېرو څلورو کلونو د زده کړو بهير اغېزمن کړى و.

هغه زياتوي، چې درې ماشومان يې په ښوونځيو کې زده کړې کوي، خو هر يوه يې درې درې کتابونه لرل، چې هغه هم پخواني چاپ وو.

بالامرغاب ولسوالي د بادغيس له مرکزه ١٥٠ کيلومتره لرې شمال لور ته له ترکمنستان سره په ګاونډ کې پرته ده، چې په کليوالو سيمو کې يې وسله وال طالبان ډېر فعال دي.

Related Topics