جلال اباد (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې شپږو وسله والو مخالفينو ته چې په يوه کور کې کلابند شوي وو، مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، چې تېره نيمه شپه له درې بجې د سهار تر اتو پورې د سره رود په شمشپور سيمه کې د وسله والو او پوليسو تر منځ نښته شوې او په کې شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د غبرګولي په ٢٩مه د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته په درې بجې د سره رود ولسوالۍ د شمشپور په سيمه کې وسله والو مخالفينو کمين نيولى و.
هغه زياته کړه، چې پوليسو په دې اړه معلومات ترلاسه کړل او ياد وسله وال يې په يوه کور کې کلا بند کړ.
نوموړى وايي، چې لومړى يې هغوى ته څو څو ځلې د لاوډسپېکر له لارې غږ وکړ، چې تسليم شي، خو هغوى پر پوليسو بريد وکړ.
د امنيت د امر په خبره، دوى هم اړ شول ځوابي بريد پرې وکړي، چې په پايله کې يې څلور وسله وال ووژل شول او دوه نور په ټپي حالت کې ژوندي نيولي شوي دي.
معصوم خان زياتوي، چې په دې نښته کې يو پوليس هم وژل شوى او بل ټپي دى.
د ده په وينا، چې په نښته کې يو عام وګړى هم ټپي شوى دى.
هاشمي وړاندې وايي، چې يادې ډلې په سيمه کې ورانکاري فعاليتونه کول او د ماينونو په جوړولو کې يې لاس درلود، چې يو شمېر وسلې او نور هغه چاودېدونکي توکي چې په ماينونو کې ترې کار اخيستل کېده پوليسو نيولي دي.
د هغه په وينا، پوليسو يو ماشين چې د ماين په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي، هم ترلاسه کړى دى.
د عمران په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې سهار د اذان پر مهال يې په کلي کې جګړه رامنځته شوه.
نوموړى وايي، په کلي کې يې اوازه شوه چې طالبانو د حاجي ظاهر قدير پر کور بريد کاوه، خو د قاضي په کلا کې بند پاتې شوي دي.
دى وايي: ((يو عام وګړى، يو پوليس او شپږ طالبان موږ وليدل چې ځيني يې مړه او ځيني نور ټپيان وو.))
د ده په خبره، چې جګړې شاوخوا پنځه ساعته دوام وکړ او د سهار په اتو بجو پاى ته ورسېده.
د وژل شوو طالبانو جسدونه هم په سيمه کې پاتې وو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.