چاريکار(پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢): لسګونو تنو د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د وسلوالو لخوا د ملي امنيت د يو کارکوونکي د وژلو په غبرګون کې لاريون وکړ.
لاريون کوونکيو ، چې د وژل شوي تن مړى يې هم له ځان سره لېږداوه ، په ياده ولسوالۍ کې نن د سهار له نهو بجو تر اوسه ( له غرمې وروسته شپږ بجې ) د کابل – باميانو لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې ده .
له لاريون کوونکيو څخه د محمد شريف په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو څو ورځې وړاندې د ياد وژل شوي تن په ګډون څلور تنه د دې ولسوالۍ د فندقستان له سيمې وتښتول.
د هغه په وينا، له يادو څلورو کسانو څخه دوه يې ملکي وګړي او يو تن يې د ملي اردو له منسوبينو څخه دى.
لاريون کوونکي وايي چې پاتې درې کسان تر اوسه له وسلوالو طالبانو سره دي او د ملي امنيت کارکوونکى يې په ډزو وژلى او بيا يې بدن په چاقوانو ټوټې ، ټوټې کړى دى.
هغوى وايي، دوى د دې عمل پر ضد لاريون کړى او نيوکه کوي، چې د دې ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان د امنيت د ټينګښت وړتيا نه لري .
لاريون کوونکي د ولسوال او امنيه قوماندان له دندې د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.
د سياه ګرد ولسوال محمدسعيد صديقي هم وويل، چې طالبانو د ملي امنيت کارکوونکى وژلى او دوه ملکي کسان ورسره بنديان دي، خو د ملي اردو تن ورڅخه تښتېدلى دى .
دى وايي، ځينې کړۍ د شخصي عقدو له مخې ، د ولسوالۍ چارواکي تورنوي ، چې د امنيت په ټينګښت کې پاتې راغلي دي .
د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ که امنيت په داسې کچه لکه څنګه چې لاريون کوونکي وايي، نه دى خراب ، خو په بشپړ ډول په دې ولسوالۍ کې چې غرنۍ درې لري ، د امنيت ټينګښت ستونزمن دى .
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.