Language

په بلجيم کې د افغانستان زعفرانو ته د کال غوره مډال ورکړشو

کابل ( پژواک ٢٩ غبرګولى ٩٢) : د ذایقې او کیفیت نړیوال انستيتيوت ، په بلجيم کې د افغانستان زعفرانو ته د کال غوره مډال ورکړ.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د صادراتو د پراختيا رياست په خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا مډال او ورسره تصدیقپاڼه دبلجیم پایتخت بروکسل کي د افغانستان استازي او سفير همايون تندر او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت استازي دکتور اخشید ته د افغانستان په سفارت کې وسپارل.

سرچينه ليکي ، د بلجيم په نندارتون کې د زعفرانو تر څنګ  تر ۱۲۰۰ ډېر خوراکي   توکې ننداری ته اېښول شوي و  چې  ۹۲۶ ته يې د ښه کیفیت تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

په خبرپاڼه کې د زعفرانو په برخه کې د افغانستان ياده لاسته راوړنه  د افغانستان د زغفرانو سکتور او بزګرانو ته وياړ بلل شوى او په کې راغلي چې په افغانستان کې زعفران د کوکنارو لپاره ښه بديل کېداى شي.

سرچينه ليکي چې د یاد انستیتوت تصدیق پاڼه تر دريو کلونو اعتبار لری او  د  افغان زعفرانو شرکت کولی شې چې تر دريېو کلونو اروپا ته د صادراتو تر څنګ هلته بازارمونده هم وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د سوداګری او صنایعو وزارت دصادراتو پراختیا اداره په پام کې لری د سوداګری او صنایعو وزیر دکتور انوارالحق احدی په لاس ياد شوي  شرکت ته تقدیر پاڼه ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.