Language

جرمني او ايټالوي ځواکونه په افغانستان کې پاتې کيږي

هرات ( پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢) : د جرمني او ايټاليا د دفاع وزيران وايي، چې ځواکونه يې  تر ٢٠١٤ کال وروسته هم په افغانستان کې پاتې کيږي.

د جرمني دفاع وزير توماس نسرينو او د ايټاليا  دفاع وزير ماريو مونټو نن د غبرګولي په ٣٠مه په هرات  ښار کې د افغانستان د دفاع له وزير بسم الله محمدي سره په ګډ خبري کنفرانس کې دا خبره ياده کړه.

د جرمني  د فاع وزير وايي،افغانستان ته د نړيوالې ټولنې راتګ د دې لپاره و،چې دوى ته سوله او هوسايي راولي.

هغه زياته کړه،چې طالبان بايد اساسي قانون ومني او له القاعدې سره اړيکې پرې کړي او دغه راز د خپل ولس احترام وکړي.

دى وايي، جرمني تصميم لري، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم پاتې شي او که افغانان وغواړي په هر مهال کې به مشوره او مرسته ورکوي.

دغه راز د ايټاليا دفاع وزير ماريا مونټو ژمنه وکړه،چې ځواکونه به يې تر ٢٠١٤ کال وروسته هم افغان ځواکونو ته د مشورې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه زياته کړه،چې د سولې لپاره خبرې بايد د افغانانو تر مشرۍ لاندې تر سره شي او افغانان بايد خپل برخليک پخپله وټاکي.

مونټو تېر دولس کلونه بريالي وبلل او زياته يې کړه،تر هغه مخکې چې ناټو افغانستان ته راشي يو ميليون زده کوونکي ښوونځيو ته تلل ، خو اوس دا شمېره اته ميليونو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره،د بيارغونې په برخه کې زيات پرمختګ وشو،په ټول هيواد کې سلګونه روغتيايي مرکزونه،روغتونونه او ښوونځي جوړ شول.

له هغه وروسته د افغانستان دفاع وزير بسم الله محمدي وويل،چې طالبان ډير کمزوري شوي، د جګړې توان يې له لاسه ورکړى او افغان ځواکونه کولى شي،چې د ټول هېواد امنيت پخپله وساتي.

محمدي زياته کړه،چې د دولت وسله وال مخالفين د ګاونډيو هېوادونو ملاتړ لري او روزنځايونه يې له هېواده د باندې دي.

Related Topics