چاريکار (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢): د پروان چارواکي وايي چې په سالنګ کې د ترافيکي پېښې له امله ٥ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سالنګ ولسوال محمد صابر احمدي د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن مازيګر ناوخته د سالنګ د تخمه په سيمه کې يوه کرولا ډوله موټر چپه شوى دى.
د ده په وينا، په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان دي.
ولسوال زياته کړه، دغه موټر له مزار شريف نه کابل ته روان وو او په کې سپاره ټول کسان پوليس وو.
د پروان د ملکي روغتون مشر محمد قسيم سعيدي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له دغې پېښې د درېيو تنو جسدونه او دوه نور په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
سعيدي زياته کړه، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.