جلال اباد(پژواک٣٠غبرګولى٩٢): د هېواد په ختيځو ولايتونو ننګرهار، لغمان او نورستان کې د بېلابېلو جګړو او ماين چاودنې له امله د پنځو پوليسو په ګډون ١١ تنه وژل شوي او شاوخوا شل ټپيان دي.
د نورستان امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له سهاره د نورستان پر برګمټال ولسوالۍ له زرو څخه زياتو کورنيو او بهرنيو جنګياليو بريد کړى، چې له امله يې د کلي د يوه ملا امام په ګډون څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په نښته کې چې لا هم دوام لري، د يوې ښځې او سيمه ييز پوليس په ګډون ١٢ وسله وال ټپيان شوي هم دي.
د امنيت امر وايي، چې نن له سهاره د دواب او نورګرام ولسواليو اړوند پر امنيتي پوستو د وسله والو له لوري بريدونه پيل شوي، چې تر دا مهاله له لسو زياتو وسله والو مخالفينو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د نورستان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر، په دې بريدونو کې چې اوس هم جريان لري، پنځه پوليس هم وژل شوي دي.
بل خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يادو بريدونو مسووليت په غاړه اخلي او وايي، له سهاره يې د نورګرام پر دوو پوستو بريدونه کړي، چې په پايله کې يې پنځه پوليس وژلي او دوه پوستې د دوى په واک کې دي.
خو د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر د پوستو د نيولو خبره ردوي او وايي، چې پوستې لا هم د دوى په واک کې دي.
د يوه بل خبر له مخې، د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کې تېره شپه د شمشاد پر پوستې د وسله والو مخالفينو له لوري بريد شوى، چې په پايله کې يې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه يوه بجه د الينګار په شمشاد پوستې بريد شوى، چې يو وسله وال مخالف په کې وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
ده زياته کړه چې په نښته کې دوه پوليس هم سربېرن ټپيان شوي دي.
ځواک وايي: ((نښتې يو نيم ساعت دوام کړى او د پوليسو روغتيايي حالت يو څه د اندېښنې وړ دى.))
بل خوا نن سهار اته بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيي اړوند د مجبور اباد په سيمه کې د سړک غاړې ماين چاودنې دوو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزى وايي، چاودنه پر موټر سايکل سپرو شوې ده، چې لومړى دواړه سپاره ټپيان وو، خو وروسته يې يوه په روغتون کې ساه ورکړه.
د سيمې يو اوسېدونکى خالص خان وايي، له موټرسايکل سپرو څخه يې يو د ملي امنيت کارکوونکى او بل يې د يوه ښوونځي سرښوونکى و، چې سرښوونکي يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په دې وروستيو کې د هېواد په ختيځو ولايتونو کې امنيتي پېښې ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، چې يوه بېلګه يې د جلال اباد ښار په زړه کې د سره صليب پر دفتر وسله وال بريد دى.