Language

هلمنديان:د پاکستان د لاسوهنو پر خلاف به ودرېږو

لښکرګاه( پژواک ٣١ غبرګولي٩٢) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ سلګونو تنو دکندهار پرمعروف ولسوالۍ  د پاکستان  له خوا راکټي بريدونه  په کلکه وغندل.

په همدې اړه جوړه  شوې غونډه کې سلګونه نارينه او ښځو په ګډه له افغان دولت څخه  غوښتنه وکړه، چې د پاکستان له خوا د بريدونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

دګرشک ولسوال محمد فهيم موسى زوى د غبرګولي په ٣١مه پژواک اژانس ته وويل، د هلمند خلک په ځانګړې توګه دګرشک اوسېدونکي چمتو دي، چې دګاونډيو د هر ډول تېري پر وړاندې ودريږي او له خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړي.

موسى زوى زياته کړه، په تېرو ٣٥ کلونوکې دافغانستان جګړې ته د پاکستان له خوا لمن وهل شوې ،چې په ترڅ کې يې د افغانانو اقتصاد کمزورى شوى او له هر ډول پرمختګ څخه بې برخې شوي دي.

دګرشک ولسوالۍ دټولنيزې شورا مشرحاجي بهلول خان وايي، چې افغانانو تر دې  مهاله  د پاکستان له خوا په  پرله پسي بريدونو، چې پر کونړ، نورستان او کندهار يې کړي  له زغم څخه  کار اخيستى.

د ده په خبره ، نړيوالو هم  په دې کار غوږونه کاڼه کړي ، خو دافغانان په ځانګړې توګه د هلمند اوسېدونکي به له  هر ډول امکاناتو ګټه پورته کړي او د خپلې خاورې ساتنه به وکړي.

د ښځو په استازيتوب مېرمن فاطمې وويل،چې دګرشک سلګونه ښځې د نارينه وو ترڅنګ چمتو دي، چې د افغانستان له خاورې او ګټو څخه د خپل سر په بدل  دفاع وکړي.

نوموړې وايي، پاکستان په دې ډول لاسوهنه کې ځانګړي هدوفونه لري، خو دوى ورته  په ښکاره وايي، چې د افغانستان ولس به يې د دغو ناوړه هيلو پر وړاندې په کلکه  مبارزه وکړي.

دګرشک د ملي امنيت مدير ډاکټر عبدالولي له خلکو او د ښوونځيو له ښوونکو غوښتنه وکړه ، چې خپل ځوانان او ماشومان دهېواد په ګټو او تاريخ د ملي احساس او روحې له مخې خبر او سمبال کړي .

نوموړي زياته کړه، افغان ځواکونه د دې توان لري، چې د پاکستان او نورو بريد کوونکو پروړاندې ودريږي، خو  دولت غواړي دغو ستونزو ته د خبرو له لارې د حل لاره ولټوي.

تر دې وړاندي هم د هلمند دمرکز او ولسواليو اوسېدونکو د پاکستان له خوا پرکونړ باندې بريدونه غندلي و، خو دکندهار پر معروف ولسوالۍ د پاکستان له لوري وروستيو بريدونو د نورو هېواد والو په څېر د هلمند خلک  هم  په  غوسه کړي دي.