غزني(پژواک ٣١ غبرګولی ۹۲) : د غزني ښار اوسېدونکي په دې ښار کې د نوري فايبرانټرنټي شبکې د ژر فعاليدو غوښنته کوي.
د غزني پوهنتون د درېيم کال محصل جمال وايي ،چې په غزني کې انټرنټ ته نه لاسرسي د خلکو او زده کوونکو ستونزې زياتې کړې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل،له تېرو دوو کلونو راهيسې د نوري فايبر کار روان دى،د فعاليدو ژمنې يې هم کيږي،خو په دې نه پوهيږي،چې ولې يې په فعاليدو کې ځنډ راغلى دى.
د غزني ښار يو بل اوسېدونکى محمد رحيم هم شکايت کوي،چې د نوري فايبر لپاره لارې او سړکونه وکندل شول،د فايبر د لين کار هم خلاص شو، خو تر اوسه يې فعاليت نه دى پيل کړى.
دى زياتوي،چې د غزني ښار خلک انټرنټ ته لاسرسى نلري او د ټېلېفوني کمپنيو انټرنټي خدمات غير اقتصادي تماميږي، نو بايد نوري فايبر انټرنټي شبکه ژر فعاله شي.
شل کلن محمد اشرف هم وايي،چې د نوري فايبر د کار په ځنډ کې ټېلېفوني کمپنۍ لاس لري، ځکه که نوري فايبر شبکه فعاله شي بيا د دوى لپاره پېرودنکي نه پيدا کيږي.
هغه له دولتي چارواکو هم هيله وکړه،چې په هر کار کې دې امنيتي ستونزې نه بهانه کوي او په ښار کې دې د فايبر نوري کار چټک کړي.
د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ رييس انجنير عين الدين د نوري فايبر د نه فعاليدو اصلي لامل نا امني بولي،نوموړى زياتوي،چې له کابل څخه تر غزني پورې د فايبر نوري غځيدلي مزي څو وارې د وسله والو له لوري پرې شول.
نوموړي پژواک ته وويل،چې په دې اړه يې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت سره ستونزه شريکه کړې ده،خو دى د غزني خلکو ته ډاډ ورکوي،چې د نوري فايبر شبکه به ډير ژر کار پيل کړي.
انجنير عين الدين وايي، د نورې فايبر د کار له پيل سره به ټول ټېلېفوني او انټرنټي خدمات ډير ارزانه او بيا کيفيته شي.
د نوري فايبر انټرنټي شبکې کار څلور کاله مخکې پيل شو،چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ارزانه او با کيفيته انټرنټي خدمات وړاندې کوي.