کابل ( پژواک د چنګاښ لومړۍ ۹۲ ) : دامریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي چې که دافغانستان دسولې خبرې اترې ناکامې شوې، نو د طالبانو دقطر دفتر به وتړل شي.
دامریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دغه څرګندونې د چنګاښ په لومړۍ نیټه په قطر کې دیوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.
هغه د قطر په پلازمینه کې د (سوریې د ملګرو) هیوادونو ترنامه لاندې په یوه کانفرانس کې د ګډون په موخه دوحې ته تللی دي.
له جان کیري سره په دې سفر کې افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جیمز ډوبینز هم ملتیا کوي.
د افغانستان دسولې د پروسې د پرمخ وړلو لپاره تیره اونۍ په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل شو، خو دافغانستان حکومت ددې ددفتر د پرانستې پر څرنګوالي سختې نیوکې وکړې او په غبرګون کې یې له امریکا سره پر امنیتي تړون د خبرو څلورم پړاو وځنډولو.
افغان حکومت په دغه دفتر کې د طالبانو د بیرغ او د (امارت اسلامي) پر لیکلو اعتراض کړی دي.
د امریکا دبهرنیو چارو وزیر په یاده خبري غونډه کې وویل ، ټاکل شوې وه، چې په دغه دفتر کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شي.
خو هغه زیاته کړه : (( زه نه پوهیږم د چې د خبرو اترو ځنډیدلې لړۍ به بیا پیل شي که نه.))
نوموړي ګواښ وکړ، که چیرې د سولې خبرې اترې ناکامې شي، د قطر دطالبانو دفتر به بیرته وتړل شي.
جان کیري ویلي : (( که چیرې د طالبانو لخوا د مخکې تګ په اړه کومه پریکړه ونه شوه، نو موږ ددغه دفتر د تړلو په اړه فکر وکړو.))
د طالبانو دقطر ددفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ هم نن په یوه مرکه کې ویلي چې دمګړۍ دوی په دغه دفتر کې له امریکا سره خبرې ځنډولې دي.