کابل ( پژواک د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢ ) : د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې دافغانستان کرکټ بورډ په نوښت د (اتصالات شپږيزې) تر نامه لاندې پيل شويو سياليو کې د امو نهنګانو او د بند امير بازانو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړې.
په دې سياليو کې د افغانستان له پنځو زونونو څخه پنځه غوره لوبډلې د ختيځ زون د سپين غر پړانګان ، د سوېل ختيځ زون د مس عينک اتلان ، د شمال زون د امو نهنګان ، د سوېل زون د بست ساتونکي او د مرکزي زون د بند امير بازانو برخه اخيستې ده.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن سهار لومړۍ لوبه د امو د نهنګانو او د بست داتلانو ترمنځ ترسره شوه، چې د نهنګانو په بريا پاى ته ورسېده.
د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې جوړې کړې ، د دوى له لوري عمثان غني په زړه پورې لوبه وکړه او ٩٨ منډې يې جوړې کړې، دغه راز سميع الله شينواري هم ٤٥ ښکلې منډې جوړې کړې.
د بست اتلانو لوبډلې ونه شواى کړاى ، چې دا هدف ترلاسه کړي او ټوله لوبډله يې په شلم اوور کې په ١١٩ منډو وسوځېدله او دغه راز د امو زون دغه لوبه د ٦٠ منډو په توپير سره وګټله.
د بست لخوا مجتبى ٥٩ منډې جوړې کړې او د امو نهنګانو له لوري شرف الدين درې، نور الدين او ميرويس اشرف دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
عثمان غني ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وويل، چې دويمه لوبه تر غرمې وروسته د سپين غر پړانګانو او د بند امير د بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې د بازانو په بريا پاى ته ورسېده.
هغه زياته کړه، چې د پړانګانو کپتان حميد حسن پچه وګټله او لومړى يې پخپله د بيټنګ پرېکړه وکړه، ددوى لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې جوړې کړې، د پړانګانو له لوري کريم صادق ٥٦، حميد حسن ٤١ او نجيب ترکي ٣٦ منډې وکړې.
د بند امير بازانو له لوري نصرت الله دوه ، حمزه هوتک، شاهپور ځدراڼ او محمود شينواري يو يو لوبغاړى وسوځاوه.
د بند امير بازانو لوبډلې ياد هدف په ډېرې اسانۍ سره په اتلسم اوور کې ددرېيو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او دا لوبه يې وګټله، ددوى له لوري کپتان محمد نبي عيسى خېل په زړه پورې لوبه وکړه او ٧٨ منډې يې جوړې کړې او ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.
د لوبې په پاى کې دافغانستان کرکټ بورډ لوى رييس سلاکار وزير شهزاده مسعود، اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد، د ايم ټي کي موبايل شرکت مسوول له خوا پر لوبغاړو جايزې ووېشل شوې.
سبا به لومړۍ لوبه د مس عينک اتلانو او د بست ساتونکو ترمنځ او دويمه لوبه تر غرمې وروسته د امو نهنګانو او دسپين غر پړانګانو پر وړاندې لوبه کوي.