چاريکار (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې د لاريون کوونکو له خوا د پروان _ باميانو تړل شوې لويه لاره د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.
لاريون کوونکو دغه لاره د غبرګولي په ٢٩مه د سياه ګرد ولسوالۍ په مرکز کې تړلې وه او تېره ورځ ناوخته بېرته پرانيستل شوه.
هغوى ويل، دغه لاره يې ځکه تړلې چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې او وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي پنځه تنه نيولي او بيا يې وژلي دي.
دوى ويل، په وژل شوو کې د ملي امنيت يو کار کوونکى، يو پوليس، د دغه پوليس ورور چې غوښتل يې په سيمه ييزو پوليسو کې شامل شي او دوه نور عام وګړي شامل دي.
وسله والو طالبانو د يادو وژل شوو کسانو په اړه څه نه دي ويلي.
له لاريون کوونکو څخه يو تن نجيب الله وايي، چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ ولسوال او امنيه قوماندان له لاريون کوونکو سره وليدل او ژمنه يې وکړه، چې په دې ولسوالۍ کې به امنيت ټينګ کړي.
هغه وويل، له همدې ژمنې سره لاريون کوونکو ياده لاره پرانيستله.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وړمه ورځ ويلي وو، په سياه ګرد کې د امنيت د ټينګښت په موخه چاڼيز عمليات پلان شوي، چې په پلي کېدو سره به يې امنيت ښه او د وسله والو له خوا به د خلکو د وژلو مخه ونيول شي.
په تېرو درېيو ورځو کې سلګونه موټر د هغې سيمې دواړو لورو ته د لارې پرانيستو په تمه ولاړ وو، چې لاره په کې تړل شوې وه.
د لارې بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي وو.
د باميانو د مرکز اوسېدونکى على احمد د پروان په مرکز چاريکارو کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره چهارشنبې په خپل سراچه موټر کې له کابل څخه باميانو ته روان و، خو د لارې بندېدو له امله بېرته چاريکارو ته وګرځېد.
هغه وويل، چې د لارې د بندېدو له امله د ده په څېر ګڼ شمېر خلک له ورته ستونزې سره مخ شوي وو.