Language

سرپل کې د جنرال دوستم پلويانو لاريون وکړ

مزارشريف (پژواک،د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): د سرپل ولايت په مرکز کې د جنبش ګوند د پلويانو له خوا د جنرال عبدالرشيد دوستم په ملاتړ او د جوزجان د والي پر ضد لاريون وشو، چې له امله يې د بازار ځينې برخې تړل شوې وې.

دغه لاريون د چنګاښ په لومړۍ نېټه په سرپل مرکز کې د جنبش ګوند له دفتر څخه د ښار تر مرکزي چوک پورې ترسره شو، ګډونوالو يې د شعارونو له لارې د جنرال دوستم په ملاتړ د جوزجان د والي محمدعالم ساعي د لرې کېدو غوښتنه کوله.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د جنبش ګوند د مشر جنرال دوستم اړوند وسله والو د جوزجان د والي محمد عالم ساعي پر کور بريد وکړ او تر لسو دقيقو پورې نښته روانه وه.

همداراز له تېرو درېيو ورځو راهيسې د جوزجان ولايت په مرکز شبرغان ښار کې هم د جنرال دوستم په ملاتړ او د جوزجان د والي پر ضد جنبش ګوند پلويانو لاريونونه کړي وو، خو نن د سپين ږيرو او قومي مشرانو په هلو ځلو په جوزجان کې د لاريونونو لړۍ پاى ته ورسېده.

د سرپل د لاريون سمبالوونکى او د جنبش ګوند غړي حاجي سيف الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی د دغه لاريون له لارې له مرکزي دولته د جوزجان د والي محمد عالم ساعي د لرې کېدو غوښتنه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې ساعي په جوزجان ولايت کې د امنيت او ښې حکومتدارۍ پر وړاندې ولس ته ملامت دی، چې بايد له دندې ګوښه کړای شي.

د هغه په وينا، په لاريون کې ورسره د جنبش ګوند د غړو تر څنګ د سرپل مرکز عامو خلکو هم برخه اخيسته ده.

د لاريون له امله د سهار له اتو تر ۱۱ بجو پورې د سرپل د مرکز ډېری هټۍ بندې وې، چې له امله يې د ښار ځينو اوسېدونکو په لاريون کوونکو اعتراضونه کول.

د سرپل د مرکز اوسېدونکي او د عمومي چوک پر سړک هټۍ وال محمدجان پژواک اژانس ته وويل، چې لاريونونه بايد د عامو خلکو ورځني ژوند ته زيان ونه رسوي.

نوموړي زياته کړه: ((سهار وختي مې دوکان خلاص کړ، چې ورسره له موټر په لاوډسپېکر کې اعلانونه شروع شول، چې دوکانونه بند کړئ چې نن مظاهره ده.))

د هغه په وينا، ده ته مهمه نه ده، چې څوک غلط دي او څوک سم دي،  خو نن يې لاريون د نيمې ورځې دوکانداري خرابه کړه.

د سرپل امنيتي چارواکو هم د لاريون پر مهال د ښار د ډېرو دوکانونو د بندېدو پخلی وکړ.

 د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالروف تاج پژواک اژانس ته وويل، چې لاريون سهار اته بجې پيل او څه باندې لس بجې پای ته ورسېد.

نوموړي ومنله، چې د لاريون په اوږدو کې د ښار ډېری دوکانونه بند و؛ خو له پيله تر پايه له کومې ځانګړي ستونزې سره مخ نه شول.

د هغه په وينا، لاريون کوونکو د جنبش ګوند رهبر جنرال دوستم په ملاتړ او جوزجان د والي محمد عالم ساعي پر ضد سړکونو ته راوتي وو.

د جوزجان د ولايتي شورا رييس عبدالحي حيات پژواک ته وويل، چې د سرپل لاريون د دوى له پرېکړې مخکې تنظيم شوى و او اوس هلته هم لاريون پاى ته رسېدلى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې د غبرګولي په ۳۰مه د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې پژواک اژانس ته د خبرپاڼې له لارې د جوزجان پر والي د جنرال دوستم بريد په کلکه وغانده  او له والي  عالم ساعي يې کلک ملاتړ اعلان کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره، د دوستم د وسله والو له خوا د جوزجان پر والي بريد په کلکه غندي او د والي محمد عالم ساعي تر شا ولاړه ده او هغه د افغانستان له ځوانو او فعالو واليانو څخه  بولي.

Related Topics