لښکرګاه (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): د هلمند د مجاهدينو شورا وايي، چې په دغه ولايت کې د فساد او د ځمکو غصب اوج ته رسېدلي دي.
دغه څرګندونې د هلمند د جهادي شورا غړو په هغې غونډه کې وکړې، چې د چنګاښ په لومړۍ نېټه په لښکرګاه کې جوړه شوې وه.
دوى ويل، چې پر دولتي څوکيو د نا اهلو کسانو ګومارنې فساد ته لاره هواره کړې چې له امله يې حالات د بحران پر لور روان دي.
د حاجي حقبين په نوم يوه پخواني جهادي قوماندان وويل، چې په تېرو يوولسو کلونو کې دولت او نړيواله ټولنه په دې ونه توانېدل چې په متوازنه توګه ولس ته خدمات وړاندې کړي، خو برعکس يې ناخوالو ته لاره هواره کړه.
هغه زياته کړه، چې اوس مهال دولتي مسوولين تر ډېره پر خپلو شخصي ګټو بوخت دي او ولس يې هېر کړى دى. د هغوى د دغه کار له امله په سيمه کې نا امنۍ او جنجالونه ډېر شوي او د خلکو باور هم پر دولت کم شوى دى.
حقبين وويل، چې په هلمندکې مجاهدينو پرېکړې کړې چې نور د هر ډول نا دودو پر وړاندې که اداري فساد وي، د ځمکو غصب او که نورې ستونزې وي بې تفاوته نه کېني او خپل دريځ به په ډاګه کړي.
د حاجي عبدالله جان په نوم يوه بل جهادي قوماندان وويل، چې دوى له بهرنيو ځواکونو د امنيت د لېږد له پروسې ملاتړ کوي او چمتو دي چې د امنيت په برخه کې له دولت سره مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس د دولت په چوکات کې ډېرې نيمګرتياوې شته فساد، رشوت، د ځمکو غصب او د څوکيو پلور هغه ناوړه پديدې دي چې د خلکو باور يې پر دولت له منځه وړى دى.
نوموړي وويل، چې د هلمندپه مرکز او ولسواليو کې په ښکاره او پټه توګه د دولتي ځمکو پلور روان دى او اوس دومره ځمکه نه ده پاتې چې يوه فابريکه او دولتي تاسيسات په کې ورغول شي.
نوموړي دا هم وويل، چې مجاهدين به له دې وروسته هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د اوسني حالاتو د منځته راتلو لاملين دي.
د اهل الله عبيدي په نوم يوه بل جهادي قوماندان وويل، چې مجاهدين په بېلابېلو نومونو بدنام شوي، خو په اصل کې مجاهدينو د سولې امنيت او پرمختګ لپاره د خپل واک پر مهال ډېر کار کړى دى.
نوموړي زياته کړه، په اوسني دولت کې فساد اوج ته رسېدلى دى، له پلازمېنې کابل او ولايتونو څخه د فساد او درغليو د مخنيوي په موخه کمېسيونونه جوړيږي خو په اصل کې هېڅ کار نه کوي.
د هلمند ولايت د دفتر رييس محمد لعل احمد پژواک اژانس ته ومنله، چې په دغه ولايت کې فساد شته، خو زياته يې کړه چې د ولسمشر د ٤٥مې ګڼې فرمان له مخې دوى يو کمېسيون جوړ کړى او په دې برخه کې يې ډېر کار کړى دى.
هغه زياته کړه، چې فساد او غصب ناوړه پديده ده او له جهادي مشرانو يې وغوښتل چې له دوى سره په دې برخه کې مرسته وکړي.