Language

د ٢٩ وسله والو د وژل کېدو ادعا وشوه

غزني ( پژواک ٢ چنګاښ ٩٢) چارواکي وايي،چې د غزني په زنخان  او د ميدان وردګو په څو سيمو کې يې د عملياتو پر مهال ٢٩ وسله وال طالبان وژلي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد د چنګاښ په ٢مه پژواک ا ژانس ته وويل،چې دغه عمليات تېره شپه د پوليسو د ځانګړي ځواک له لوري تر سره شول.

نوموړى وايي،چې د څلورو وژل شوو وسله والو مړي د جګړې پر ډګر پاتې دي،وسلې،دوه پايې مخابرې او موټرسايکلونه يې د پوليسو لاس ته روغلي دي.

زنخان ولسوالي د غزني په ناارامو سيمو کې راځي او له مرکزه ختيځ لور ته په شل کيلومترۍ کې پرته ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په زنخان کې د جګړې پر مهال د يو طالب د وژل کيدو خبر مني،خو ادعا کوي،چې په دې جګړې کې پنځه دولتي سرتېري وژل شوي دي.

د يو بل خبر له مخې،د ميدان وردګو ولايت چارواکي ادعا کوي،چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د بېلا بېلو پېښو په ترڅ کې ٢٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو تن ژوندى نيول شوى دى.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي،چې دغه عمليات په مرکز،چک،سيداباد او جغتو ولسواليو کې تر سره شوي،چې په ترڅ کې يې ١٩ وسله وال وژل شوي، ٧ تنه ټپيان شوي او يو ژوندى نيول شوى دى.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي ، خو  طالب  وياند ذبيح الله مجاهد    بيا ادعا کړې،چې د وردګو د سيداباد ولسوالۍ اړوند سيمه کې يې د اکمالاتي کاروان ١٣ ټانکر سوځولي او يو شمېر امنيتي سرتېرو ته يې  مرګ ژوبله  اړولې ده .