Language

کابل (پژواک٢چنګاښ٩٢):د مشرانو جرګې مشر وايي،ولسمشر حامد کرزى بايد له طالبانو سره د خبرو په موخه قطر ته د پلاوي استولو په اړه لومړى  د ملي شورا او سياسي ګوندونو هوکړه تر لاسه کړي .

د مشرانو جرګې د ځينو غړو په خبره ،  ولسمشر کرزي د ولسي جرګې له ځينو غړو  سره په کتنه کې ويلي، چې د سولې عالي شورا يو پلاوى به ډېر ژر قطر ته واستوي، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري ناسته کې په دې اړه بې خبري وښوده.

د طالبانو لپاره د ( افغانستان اسلامي امارت سياسي دفتر  ) تر نوم لاندې تېره اونۍ  په قطر کې دفتر پرانيستل شو او امريکا د دفتر تر پرانيستل کېدو لږ وروسته ورڅخه ملاتړ وکړ، خو افغان دولت ورسره سخت مخالفت وښود او له امريکا  سره يې د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.

وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير،ولسمشر حامدکرزي ته پر ټېلېفون وويل، چې د دفتر له نوم څخه ( اسلامي امارت ) حذف شوى او له  دفتر څخه د طالبانو بيرغ هم لرې شوى دى .

خو طالبانو تېره ورځ په داسې حال کې، چې ويل يې له امريکايانو سره يې خبرې ځنډولې دي ، وويل چې  له لوحې څخه ( اسلامي امارت ) نه دى لرې کړل شوى او بيرغ هم پر خپل ځاى ولاړ دى .

د افغانستان دولت وايي، له دې دفتر سره يې ځکه مخالفت کړى ، چې د امريکا متحده ايالتونو او افغانستان تر منځ د شوې هوکړې خلاف جوړ شوى دى .

د مشرانو جرګې ځېنو غړونن په عمومي غونډه کې پر همدې موضوع بحث وکړ.

ددې جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل، چې حکومت دې قطر ته د پلاوي تر استولو وړاندې لومړى ملي شورا ته د خپلې پرېکړې په اړه وضاحت ورکړي.

ده زياته کړه:”خپله ملاحظه به د مطبوعاتو له لارې يو وار بيا د افغانستان جمهور رييس، چې درې واړو قواوو رييس دى وړاندې کړو، ترڅو چې د افغانستان پارلمان، سياسي رهبران او اپوزسيون، مشران او علماء قانع شوي نه وي او بېرته مو د هغه دفتر د رد په رابطه چې اعلان مو کړى، د هغه محتوا نه وي ويلي او د پرانيستلو په رابطه مو خپله پرېکړه نه وي ويلي، تاسو په خپل سر يواځې فيصله مه کوئ.”

ده وويل چې مشرانو جرګه په افغانستان کې د روانې جګړې د پاى ته رسېدو لپاره خبرې اړينې بولي او له طالبانو سره دخبرو مخالفت نه کوي .

خو مسلميار وايي، چې د امارت اسلامي په نوم طالبانو ته د دفتر پرانيستل او ورته د بيرغ پورته کول، د افغانستان له حکومت سره د بل متوازن نظام رامنځته کېدو په معنى دي.

مسلميار او د مشرانو جرګې ځينو نورو غړو وويل ، ددې لپاره چې د سولې خبرې پايلې ته ورسېږي، ښه به  وي دا خبرې  په کابل کې ترسره شي.

په مشرانو جرګه کې د اروزګان دخلکو استازي امان الله عظيمي وويل ، چې په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ خبرې نشي کولى افغانستان ته سوله راولي.

ده پر طالبانو غږ وکړ ، چې له افغانانو سره د جرګې له لارې د سولې خبرو ته کېني.

بل خوا د مشرانو جرګې ځينو غړو د طالبانو له خوا د بيرغ پر ټيټولو نيوکه وکړه.

عظيمي او د مشرانو جرګې مشر وويل ، چې طالبانو بايد په قطر کې د خپل بيرغ د ټيټولو پروړاندې مقاومت کړى واى.

د مسلميار په خبره ،که طالبانو د اسلام لپاره جګړه کولى، نو د افغان دولت د اعتراض له امله به يې د امريکا په غوښتنه خپل بيرغ نه واى ښکته کړى.

مسلميار زياته کړه:”دوى د امارت په نوم باندې خپل بيرغ جګ کړ او پر هغې کليمه وه، نو بيا يې څنګه د امريکا په غوښتنه او د قطر په غوښتنه بېرته ټيټ کړ، که دوى د اسلام لپاره مبارزه کولى، نو مقاومت به يې کړى و؛ يا به يې خپل سرونه هملته قرباني کړي واى محبسونو ته به تللي واى، يا به يې خپل ټکټونه کړي وو له کوم ادرس څخه چې راغلي وو، بېرته به همغه ادرس ته راغلي وو، نو له دې معلومېږي چې وروڼو دلته جنګ د اسلام نه دى، دلته جنګ د مزدورۍ دى او هرچا چې ښه مزدوري کوله هغوى ته ښه امتياز ورکول کېږي.”

د مشرانو جرګې رييس همداراز ادعا وکړه ، چې امريکا د طالبانو حساب ته ٢٣٨ ميليون ډالره هم لېږلي دي خوپه دى هکله يې نور جزييات ورنکړل .

دى وايي ،چې د ملي شورا غړي  بايد د غربيانو د دسيسو د دفع کولو لپاره په هوښيارۍ ګام واخلي.