Language

يو ملي سوداګر د هرات دارالايتام ته ودانۍ جوړوي

هرات (پژواک ٢ چنګاښ ٩٢): په هرات ښار کې د يوه افغان ملي سوداګر په مالي مرسته د دارالايتام تدريسي او ليليې ته ودانۍ جوړيږي.

د بشيري سوداګريز شرکت مشر عبدالظاهر بشيري، چې د دغو ودانيو لګښت ورکوي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه کار ټولنې ته د خدمت او د اسلامي احساس له مخې کوي.

د ده په خبره، د دغو ودانيو د جوړېدو لپاره يې شپږ جريبه ځمکه هم وقف کړې او په کې به څلور ودانۍ چې هره يوه به يې څلور پوړيزه وي د يو کال په موده کې جوړې شي.

د بشيري په وينا، دغه ودانۍ به ټولې اسانتياوې ولري او ٦٠٠ زره امريکايي ډالرو لګښت به پرې راشي.

د ودانيو د جوړېدو کار نن د چنګاښ په ٢مه د يوه خصوصي ودانيز شرکت له لوري پيل شو.

د خواجه عبدالله انصاري د جامع جومات خطيب مولوي مجيب الرحمن، چې په خپل جومات کې ٤٠٠ يتيمانو ته ديني زده کړې ورکوي د ياد سوداګر مرسته وستايله او دا يې د هغه انساني او ديني وجيبه وبلله.

د ده په وينا، چې د دارالايتام تر جوړېدو وروسته به ټول زده کوونکي نوې ودانۍ ته ولېږدول شي.

هغه زياته کړه، ياده ودانې به د ٢٠٠٠ زده کوونکو د ځايولو وړتيا ولري، نجونې او هلکان به دواړه زده کړې په کې کوي.

د پوهنې رياست د مسلکي برخې مشر عزيز احمد له ملي سوداګر بشيري مننه وکړه او هيله يې وکړه، چې نور ملي سوداګر هم د پوهنې په پياوړتيا کې ورته ګام واخلي.

هغه زياته کړه، چې تر دې مخکې هم په هرات کې څلورو ملي سوداګرو د ښوونځيو په جوړېدو کې مرسته کړې وه.

د دارالايتام ١٣ کلن زده کوونکى خان محمد په دې خوښ دى، چې د يوه ملي سوداګر له خوا د تدريسي او ليليې ودانۍ ورته جوړيږي.

هغه زياتوي، چې اوسنى ځاى يې تنګ دى او په نوي ځاى کې به د زده کړو ښه شرايط ورته برابر شي.