کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ وايي، چې دوى به د افغانستان له حکومت او امنيتي ځواکونو سره د ازادو، رڼو او خوندي ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
جنرال ډنفورډ دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې، چې د چنګاښ په ٣مه د ايساف له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
هغه زياته کړه: ((تېره اونۍ موږ په افغانستان کې د يوې تاريخي پېښې شاهد وو، افغان ځواکونو له لسو کلونو قربانيو او سرښندنو وروسته وکولى شول د خپل ټول هېواد امنيت پر غاړه واخلي، ايساف به يې يواځې ملاتړ کوي.))
د نوموړي په وينا، افغان ملي ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړى او اوس ټول جنګي عمليات د هغوى په مشرۍ ترسره کېږي، د هغوى باور او وړتيا د دې څرګندونه کوي چې افغانستان د سولې او هوساينې پر لور روان دى.
جنرال ډنفورډ ويلي، چې د ايساف او افغان ملي ځواکونو اړيکې په دوامدره توګه د پياوړتيا پر لور روانې دي. ايساف ځواکونه د يو با ثبات او امن افغانستان او د دغه هېواد د ملي ځواکونو د پرمختګ لپاره اوس هم ژمن دي.
سرچينې زياته کړې: ((موږ به د راتلونکي کال د ازادو، خپلواکو، رڼو او خوندي ټولټاکنو لپاره د افغانستان له حکومت او ملي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړو.))
ټاکل شوې دغه ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.