کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانيستل کېدو کلکه نيوکه وکړه او دا يې د طالبانو لويه تېروتنه وبلله.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر تېره اونۍ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.
ټاکل شوې وه، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دغه دفتر کې د امريکا او طالبانو تر منځ نېغ په نېغه خبرې پيل شي، خو د افغانستان د حکومت له خوا د دغه دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي تر کلک غبرګون او اختلافاتو وروسته دا خبرې ځنډېدلې دي.
د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانيستلو سره کلک مخالفت ښودلى او دا يې د دوى لويه تېروتنه بللې ده.
د حزب اسلامي په رسمي وېبپاڼه (شهادت) کې په يوه خپره شوې ليکنه کې راغلي، چې امريکا تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدو اعلان کړى، بيا ورسره خبرې اترې څه معنى لري؟
په ليکنه کې زياته شوې: ((له بده مرغه د طالبانو قيادت په همداسې حالت كې له امريكايانو سره نه يواځې د خبرو لار غوره كړه، بلكې د امريكا په وينا په وساطت يې په داسې هېواد كې دفتر پرانيست، چې د امريكا قوي اډه ګڼل کېږي.))
حزب اسلامي ويلي، قطر چې له سياسي، اقتصادي او نظامي پلوه په امريكا پورې تړلى هېواد دى، په قطر کې دومره امريکايي اډې او سرتېري مېشت دي ، چې په افغانستان کې نه سترګو کېږي.
سرچينې زياته کړې، په کار خو دا وه چې په افغانستان کې د امريکا د پاتې کېدو تر اعلان وروسته طالبانو هم د حزب اسلامي په څېر اعلان كړى واى ،چې خپلې مبارزې ته نه يواځې دوام ورکوي، بلکې له امريكا سره به خپل پخوانۍ اړيکې او تماسونه هم پرې کوي.
په ياده ليکنه کې راغلي: ((د قطر دفتر پرانيستل د امريكايانو له يوې خطرناكې توطيې سره سم ترسره شوى او له همدې امله اوباما د دغه دفتر پرانيستل ګټور كار وګاڼه.))
سرچينې د قطر له دفتره د طالبانو د لوحې او بيرغ ښکته کول د دوى لپاره سپکاوى ګڼلى او زياته کړې يې ده، چې پټې سياسي معاملې او د پرديو په وسيله مذاكرات داسې پايلې درلودلى شي. طالبانو ته په كار وه چې په داسې حساس وخت كې يې له دغه كار څخه په كلكه ډډه كړې واى.
دوى زياته کړې: ((مناسب او اصولي كار دا دى چې د هېواد روانې ستونزې ته كورنى حل ولټول شي، د بهرنيانو له وساطت پرته د بين الافغاني مذاكراتو له لارې بحران حل كړو، كه مذاكرات كوو نو بايد تر بهرنيانو وړاندې يې له افغانانو سره پيل كړو.))
د حزب په وينا، سپينه ماڼۍ غواړي د قطر د دفتر د مذاكراتو له لارې تر ٢٠١٤ وروسته په افغانستان كې داسې حالت رامنځته كړي ، چې په خليجي هېوادونو كې يې رامنځته كړى دى.
د انجنير حکمتيار په مشرۍ د دولت دغه مخالفه ډله په دې اند ده ، چې په اوسنيو سياسي او نظامي شرايطو كې د امريكايانو د مذاكراتو اصلي موخې همدا دي، له هغه لوري سره به ګوري چې د دوى له شرايطو سره د توافق امكان او استعداد په كې ګوري.
د دوى په وينا، داسې ښکاري چې طالبان د خبرو لپاره د امريکا هغه شرطونه چې طالبان به اساسي قانون مني، له القاعده سره به خپلې اړيكې قطع كوي او د كابل له حكومت سره به خبرو ته كښېني، منلي دي.
حزب اسلامي په ډاګه کړې، چې د قطر له خبرو، نه امريکا او نه هم طالبان څه ترلاسه کولى شي، د روان بحران د حل يواځېنۍ لاره د بهرنيو ځواكونو بشپړ وتل، افغانانو ته د خپل برخليک د ټاکلو حق ورکول، د بين الافغاني مذاكراتو له لارې پر يوې داسې طرحې توافق کول چې د افغانستان خپلواكي، د بهرنيو لاسوهنو توقف او د عادلانه او رڼو ټاکنو له لارې د يوه منتخب اسلامي حكومت جوړېدا تضمين كړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP