ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دامریکا ځانګړي استازي نواز شریف او کیاني سره دقطر دفتر او سولې په اړه خبرې وکړې

دامریکا ځانګړي استازي نواز شریف او کیاني سره دقطر دفتر او سولې په اړه خبرې وکړې

author avatar
25 Jun 2013 - 21:36
دامریکا ځانګړي استازي نواز شریف او کیاني سره دقطر دفتر او سولې په اړه خبرې وکړې
author avatar
25 Jun 2013 - 21:36

کابل ( پژواک ۴ چنګاښ ۹۲ ) : دامریکا ځانګړي استازي د پاکستان دپوځ مشر او لومړي وزیر سره دافغانستان دسولې پروسې او قطر دفتر په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان ددولتي اژانس ( ای پي پي ) د راپور له مخې افغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي جیمز ډوبینز  چې نن د چنګاښ به ۴مه، اسلام اباد ته رسیدلی و، تر غرمې وروسته یې لومړي وزیر نواز شریف سره په داسې حال کې ولیدل چې د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني او د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز هم شتون درلود.

 

سرچینې زیاته کړې چې ددې لیدنې پر مهال  دامریکا ځانګړي استازي پاکستانيو چارواکو ته د افغانستان د سولې د پروسې په اړه د وروستیو پرمختګونو او د طالبانو د قطر ددفتر په اړه معلومات ورکړل.

 

د راپور له مخې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ددې لیدنې پر مهال یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې دافغانستان سوله او ثبات د پاکستان په ګټه دی او پاکستان د افغانستان دسولې له پروسې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې چې افغانستان یو مهم پړاو ته په  داسې حال کې داخل شوی چې امریکایي ځواکونه له دغه هیواد څخه د وتلو په حال کې دي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي چې په سیمه کې د ثبات لپاره باید امریکا او پاکستان ګډ کار وکړی.

دیادونې وړ ده چې تر دې لیدنې وروسته نواز شریف ولسمشر حام کرزي سره ټیلیفوني خبرې هم کړې دي او هغه ته یې داسلام اباد دسفر بلنه ورکړې ده.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.