Language

طالبانو د ملي اردو پنځه  سرتېري ووژل

غزني- هرات ( پژواک ٤ چنګاښ ٩٢) چارواکي وايي،چې د غزني په اب بند ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو پنځه سرتېري وژلي دي  .

د غزني د والي د دفتر سکرټر نبي جان د چنګاښ په ٤مه پژواک اژانس ته وويل،چې دغو سرتېرو په اروزګان کې دنده لرله او اوس په رخصتۍ کورته روان وو.

د ده په وينا، طالبانو د ملي اردو دغه سرتېري د اب بند په ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لويه لاره پرون له موټره ښکته کړى وو او نن سهار يې د اندړو ولسوالۍ په ابو کلا کې مړي وموندل شول.

د غزني د ملکي روغتون رييس ډاکټر باز محمد همت وايي،چې روغتون ته د ملي اردو د پنځو سرتېرو مړي وروړل شوي دي.

هغه وايي،دوه تنه يې پېژندل شوي،چې يو يې د کونړ او بل يي د کندوز اوسېدونکي وو.

تر دې مخکې هم ورته پېښې  رامنځ ته شوي،چې وسله والو طالبانو امنيتي سرتېري او دولتي مامورين له موټرو ښکته کړي او بيايې وژلي دي.

د يو بل خبر له مخې،د هرات ښار په اومه ناحيه کې يوه خاوند د خپلې مېرمنې سر پرې کړى دى.

د هرات دامنيه قوماندانۍوياند عبدالرووف احمدي وايي،چې پېښه تېره شته دکورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

د احمدي په وينا،د مېرمنې خاوند تښتېدلى او د پېښې د علت په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې دي.

په هرات کې په دې وروستيو کې د مېرمنو پر وړاندې تاوتريخوالي زيات شوي دي.

Related Topics