ښرنه_جلال اباد (پژواک ٤ چنګاښ ٩٢): په پکتيکا ولايت کې يو پلار وروسته له هغه زړه چاودى او مړ شو، چې د وسله والو له خوا د وژل شوو خپلو څلورو زامنو مړي يې وليدل.
د ياد ولايت مقام د رسنيو له دفتره د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد څلور وروڼه نن سهار په يو کرولا موټر کې سپاره وو، چې د بکخېلو په ولسوالۍ کې د وسله والو له لوري پر ډزو ووژل شول.
خبرپاڼه کاږي، کله چې د وژل شوو وروڼو مړي يې کورنۍ ته ور وړل شول ، نو د پلار يې د زامنو په ليدو زړه چاودېدلى او مړ شوى دى.
د خبرپاڼې له مخې، د پکتيکا والي محب الله صميم د يادې پېښې له امله سخت خواشينی شوی او پېښه يې په سختو ټکو غندلې ده.
خبرپاڼه زياتوي، چې محب الله صميم پوليسو ته ښپارښتنه کړې، څو د پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د وژل شوو کورنۍ له هېچا سره دښمني نه لرله.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو امنيتي پېښو پر مهال پنځو پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال محمدشريف امين پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه يوه بجه د تورخم-جلال اباد پر لويه لار د بټي کوټ په سيمه کې وسله والو د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
امنيه قوماندان وايي، نښتې دوه ساعته دوام کړى او په کې وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره يې نه ده ورته معلومه.
د سيمې اوسېدونکى حاجي افسر وايي، په نښته کې يوه ښځه هم په خپل کور کې په مرمۍ لګېدلې، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ياد بريد مسووليت پر غاړه اخيستى.
همداراز نن سهار اوه بجې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى دى.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل، چې د ښېوې په بوډيالۍ سيمه کې له يوه ښوونځي سره نږدې د وسله والو مخالفينو له لوري ماين ځاى پر ځاى شوى و او بيا سپين بيرغ پرې لګولى و.
ده زياته کړه، ماشوم غوښتل بيرغ راواخلي، چې د ماين چاودنه پرې شوې او ځاى پر ځاى وژل شوى دى.