جلال اباد(پژواک٤چنګاښ٩٢): ځايي چارواکي وايي، په لغمان او ننګرهار کې څلورو ملکي وګړو او ١٣ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې نن يوه بجه د لغمان په مرکز د زرګرانو په دامان سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري د يوه توغندي د توغولو له امله په يوه کور کې يو تن وژل شوى او د پلار په ګډون دوه لوڼې ټپيانې شوې دي.
د لغمان د والي وياند زياتوي ، پېښه په داسې مهال رامنځته کيږي ،چې له يادې سيمې څخه د ملي اردو يو اکمالاتي کاروان د نورستان پر لور د تېريدو په حال کې و.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي ، خو وايي، چې طالبانو په ياده سيمه کې پر يوه اکمالاتي کاروان بريد کړى اوڅلور سرتيري يې په کې وژلي دي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د امنيت امرسمونوال معصوم خان هاشمي د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د ٢٤ مې ويالې په سيمه کې وسله والو مخالفينو د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ .
ده د نورو جزيياتو له ورکولو پرته دعوه وکړه ، چې په دغه بريد کې ١٣ تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا دعوه کوي ، چې په دې نښته کې اوه پوليس وژل شوي او درې طالبان ټپيان شوي دي.