ښرنه (پژواک ٥ چنګاښ ٩٢): د پکتيکا د پوهنې رياست کې د لاسي بم د چاودنې له امله د دې ولايت د زيړوک ولسوالۍ درې تنه ټپيان شوي دي.
د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي د چنګاښ په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، يو تن نن مازيګر په شاوخوا پنځو بجو د رياست ودانۍ ته دننه لاسي بم واچاوه.
د ده په خبره، د بم د چاودنې په پايله کې د زيړوک ولسوالۍ د پوهنې مدير او دوه پوليس ټپيان شوي، چې سملاسي يې روغتون لېږدولي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د پکتيکا امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ هم، دغه چاودنه تاييدکړه او پژواک ته يې وويل، چې په پېښه کې د ښکېل تن د نيولو پلټنې روانې دي.
د دې پېښې مسووليت تراوسه پورې کومې ډلې نه دى منلى.